د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: پاکستان په تیرو دریو میاشتو کې تر ۱۹ زرو ډیر افغان کډوال نیولي دي

افغان کډوال شکایت لري چې په پاکستان کې د پاتې کیدو اسناد لري خو بیا یې هم پولیس ځوروي..
افغان کډوال شکایت لري چې په پاکستان کې د پاتې کیدو اسناد لري خو بیا یې هم پولیس ځوروي..

د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان ویلي چې په پاکستان کې پولیسو د روان میلادي کال په لومړنیو دریو میاشتو کې تر ۱۹ زرو ډیر افغان کډوال د هیواد په بیلا بیلو برخو کې نیولي دي.

د دې نړیوالو سازمانانونو په ګډ راپور کې چې نن جمعه اپریل درییمه خپور شوی پکې ویل شوي چې د جنوري میاشتې د لومړۍ نیټې څخه د مارچ میاشتې تر ۲۸ مې تر ټولو ډیر افغان کډوال د بلوچستان ولایت د چاغې په سیمې کې نیول شویدي.

په راپور کې راغلي چې پدې سیمې کې ۵۸۵۳ افغان کډوال پولیسو نیولي دي. تر ټولو لږ کډوال بیا د پنجاب په ولایت کې نیول شوي.

په راپور کې راغلي چې په همدې نیټې کې پولیسو د پنجاب په ولایت کې ۶۵ تنه افغان کډوال نیول شویدي. د راپور له مخې په همدې نیټې کې په اسلام آباد کې نږدې درې او د کراچۍ په ښار کې بیا شاوخوا ۱۰۰۰ تنه افغان کډوال د پولیسو لخوا نیول شویدي.

ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي چې په تیرو دریو میاشتو کې ټول ټال ۱۷۲۵۴۲ تنه افغان کډوال د پاکستان څخه هیواد ته ستانه شوي چې لدې جملې یې ۱۹ زره په زور ایستل شوي.

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په یو بل راپور کې راغلي چې د روان میلادي کال په لومړنیو دریو میاشتو کې ۱۵۲۱۰۰ افغان کډوال د ایران څخه هیواد ته ستانه شوي.

په راپور کې راغلي چې د جنوري له لومړۍ نیټې څخه د مارچ تر ۳۱ مې پورې ایران ۱۲۰۴۰۰ تنه افغان کډوال ایستلي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې د فبروري میاشتې په پرتله د مارچ په میاشت کې د ایران څخه د افغان کډوالو په ایستلو کې ۴۰ په سلو کې کموالی راغلی او ښایي یو دلیل یې په ایران باندې د امریکا او اسرائیل ګډ نظامي عملیات وي.

په همدې حال کې د ناروې د کډوالو شورا د افغانستان په ختیځ کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د جګړې له کبله د بې ځایه شویو افغانانو په هکله اندیښنه ښودلې او ویلي چې د مومند درې په ولسوالۍ کې بې ځایه شوي افغانان په کافي اندازه خواړه او د څښاک اوبه نلري.

د ناروې د کډوالو شورا د دفتر مشر، یاکوپو کاریدي د اکس په شبکې د بې ځایه شویو افغانانو د یوه کمپ ویډیو خپره کړې او پکې یې خبرداری ورکړی چې که جګړه تیزه شي، ښایي د بې ځایه شویو خلکو شمیر ډیر شي. ښاغلي کاریدي په مرستندویه ادارو غږ کړی چې په سمدستي توګه دې د مرستو چارې همغږې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG