د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب کې په کلینیک بمبار ملکیان او طالبان وژلي


په برید کې د ولسي خلکو د وژلو ادعا هم شوې ده
په برید کې د ولسي خلکو د وژلو ادعا هم شوې ده

چارواکي وایي پر هغه روغتیایي کلینیک هوايي برید کړی چې د وسله والو طالبانو درملنه په کې کېده.

بمباري د فاریاب ولایت د پشتونکوټ په ولسوالۍ کې پر هغه کلینیک وشوه چې د افغان چارواکو په وینا د ټپي شويو طالب جنګیالیو درملنه په کې کېده.‌

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي امریکا غږ ته وویل چې هوايي برید د یکشنبې په سهار (جولاۍ۱) د خواجه ناموس د تخته بازار په سیمه کې د طالبانو پر یو صحي مرکز شوی دی.

هغه وویل "دا کلینک د طالبانو تر کنترول لاندې سیمه کې دی او د طالبانو دی. دلته د طالبانو ۲۵ زخمیان تر درملنې لاندې وو چې په برید کې یې یو شمېر وژل شوي‌ دي. کلینک د ملکیانو نه و او د هېڅ یو ملکي درملنه په کې نه کېدله. آن دوه پاکستانیان هم کې وو. "

تر دغه راپور مخکې د شاهین قول اردو ویلي وو چې MD530 الوتکو د طالبانو پر یوې غونډې د هوايي برید کړی دی.

خو د فاریاب د روغتون د عاجلې څانګې مشر محبوب امریکاغږ ته وویل چې له بمبارد شوي سیمې نه دوه وژل شوي او لس زخمي ملکیان وروستل شوي ‌دي. هغه وویل " لس ملکیان دي، دوه نارینه دي‌ او نور یې ښځې دي. درې نجونې په کې نهه/لس کلنې دي‌ او نورې یې ښځې دي. دوی د پښتونکوټ ولسوالۍ د ناموسي او سبزپوش د سیمې اوسېدونکي دي."

امریکا غږ ته د سیمې ځینو اوسېدونکو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي ویلي دي چې برید پر یو کلنیک شوی او یو شمېر ولسي خلک په کې وژل شوي او ژوبل شوي دي. تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG