د لاس رسي وړ اتصالات

په فراه کې په هوایي بریدونو کې ٣٠ طالبان وژل شوي


د فراه ولایت امنیتي مقامات طالبانو ته د سختو تلفاتو د اړولو ادعا کوي.

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب، وایي د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت الوتکو د جمعې د ورځې په مازیگر ددې ولایت په څو ولسوالیو کې د طالبانو پر مرچلو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې ٣٠ تنه طالب جنگیالي ووژل شول او دوه تنه نور یې ټپیان شول.

ښاغلي محب وویل چې د خاک سفید ولسوالۍ په "دیوارسرخ" کلي کې د ایتلاف د هوایي بمبارد په نتیجه کې د طالبانو د څلور مشهورو قوماندانانو ملا باري، حسیب الله، نصرالله او ملا ستار په گډون ١٧ طالب جنگیالي وژل شوي او یو تن بل یې ټپي شوی دی.

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند همداشان ددې ولایت په انار دره ولسوالۍ کې د درې طالب جنگیالیو د وژل کیدو او پدې ولسوالۍ کې د طالبانو د نومول شوي ولسوال ملا ریحان د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

محب الله محب همداشان ویلي دي چې پنځه تنه نور طالبان د بالابولک ولسوالۍ په "تودنک های" کلي کې وژل شوي دي او پنځه تنه نور وسله وال طالبان د پشترود ولسوالۍ په "دشت ملخان" کلي کې وژل شوي دي.

د فراه ولایت دغه امنیتي مقام وایي په خاک سفید ولسوالۍ کې د قاطع ملاتړ د ماموریت په ملتیا د امنیتي او دفاعي قواو عملیات لا هم روان دي.

د فراه ولایتي مقاماتو د افغان امنیتي ځواکونو د مرگ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي او د طالبانو ډلې هم تر اوسه د فراه د جگړو او تلفاتو په هکله نظر ندی څرگند کړی.

XS
SM
MD
LG