د لاس رسي وړ اتصالات

بامیانو ته د غني سفر د اعتراض او اعتصاب سره مل و


جمهور رئیس غني بامیان ته د سفر پر وخت د هغه ولایت هوایي ډگر پرانست
جمهور رئیس غني بامیان ته د سفر پر وخت د هغه ولایت هوایي ډگر پرانست

بامیان ته د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني سفر د روشنایي غورځنگ د غړو د اعتراضونو او غذا نه خوړولو له اعتصاب سره مل و. په داسې حال کې چې په دوو تیرو ورځو کې په بامیان کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوشنبې په سهار بامیان ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت هوایي ډگر او د بامیان – وردک لویه لاره پرانستله.

د بامیان هوایي ډگر د ۹۶ زره میتر مربع په ساحه کې د څه دپاسه ١٥ میلیونو ډالرو په لگښت جوړ شوی چې د جاپان هیواد په مرسته جوړ شوی دی. همداشان د بامیان – وردک لویه لار چې ۸۳ کیلومیتره اوږدوالی لري د ایټالیا د هیواد د ۵۳ میلیونو یورو په مرسته جوړه شوی ده.

د افغانستان جمهور رئیس په دې اړوند وویل "مرکزي افغانستان د افغانستان زړه دی او نن د مرکزي افغانستان زړه بند دی، که ددې زړه یو شریان پرانستل شي د هغه ټول شریانونه خلاصیږي".

د ښاغلي غني په وینا هغه افغانستان چې دده حکومت ته په "میراث" پاتې دی، د بیارغونې له درکه "فلج" دی، خو اوس د ملي وحدت د حکومت ټول هدف له شمال څخه جنوب او له ختیځ څخه تر لویدیځه د افغانستان نښلول دي.

خو بامیان ته د جمهور رئیس غني د سفر په درشل کې د تیرې ورځې راهیسې یو شمیر کسانو اعتراضونه پیل کړي وو او نن یې مظاهره هم وکړه چې ویل یې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولت بریښنا مزي باید د بامیان څخه کابل ته تیر شي.

یو اعتراض کوونکي موسی کهزاد د امریکا غږ ته وویل "مونږ له سهار څخه تر اوسه د سر بازار په ساحه کې راټول شوی وو او زمونږ غوښتنې د روشنایي غورځنگ غوښتنې دي چې د ۵۰۰ کیلوولت بریښنا مزي باید له بامیان څخه تیر شي خو مونږ د پولیسو او امنیتي ځواکونو د تشدد سره مخامخ شو چې نژدې لس تنه اعتراض کوونکي امنیت ونیول".

مظاهرې په تاوتریخوالي بدلې شوې او پولیسو د معترضینو د خورولو په مقصد له اوبو شیندلو نه استفاده وکړه. په دې منځ کې دوه محلي خبریالان چې د معترضیونو سره مرکو او عکس اخیستلو بوخت وو هغوی هم د امنیتي قواو له خوا وډبول شول.

د سلام وطندار رادیوی شبکې خبریال الیاس طاهري وویل چې ځانگړو ځواکونو له وهلو او ټکولو وروسته د هغه د خبریالۍ وسایل ضبط کړل. خو د بامیان محلي مقاماتو تر اوسه د اعتراض کوونکو د نیولو او د محلي خبریالانو د وهلو او ډبولو په اړه څه نه دي ویلي.

د بامیان ولایت د والي ویاند عبدالرحمان احمدي په دې اړه د امریکا غږ ته وویل " څه داسې کوم شئ نه تائیدوم چې مظاهره دې سرکوب شوی وي او یا هم اعتراض کوونکي او دې نیول شوي وي".

د روشنایي غورځنگ د مظاهرو سره جوخت د بامیان یو شمیر اوسیدونکي چې ځانونه د بامیان ولایت د تاجیکانو انجمن بولي د تیرې ورځې له ماښامه د غذا نه خوړولو اعتصاب کړی او په دې ولایت کې د متوازنې پرمختیا غوښتنه کوي.

ددې ډلې یو غړی شکیب احمد وایي "زمونږ دغه اعتراضونه یواځې له نن څخه نه، بلکه د ١٣ کالو راهیسې دي او په دې خاطر دي چې محلي ادارې زمونږ کورونه ړنگ کړي دي، زمونږ ځمکې یې غصب کړي او ځنې ساحې د د "شنې ساحې" تر عنوان لاندې نومول شوي دي او د کار او فعالیت اجازه نه ورکول کیږي".

خو د بامیان والي محمد طاهر زهیر د امریکا غږ ته وویل چې د څه دپاسه یو کال په موده کې په دې ولایت کې د د دولتي ځمکو د غصب کولو نه په جدي توگه مخنیوی شوی دی.

ښاغلي زهیر وویل "د یونسکو سازمان څو ځلې په یو لیک کې گواښ کړی و چې که د بامیان فرهنگي منظره حفظ نه شي، اته تاریخي څلي چې د نړۍ په میراث کې ثبت شوي د یونسکو له لیست څخه به وایستل شي، خو مونږ د نړۍ ددغو لرغونو آبداتو د حذب کیدو کخه ونیوله او اوس په دې هکله هیڅ اندیښنه نشته".

XS
SM
MD
LG