د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او هالنډ ترمنځ د کرکټ‌ د لوبو مهالویش اعلان شو 


افغانستان په جنوري‌کې له هالنډ سره لوبې کوي
افغانستان په جنوري‌کې له هالنډ سره لوبې کوي

د افغانستان کرکټ‌ بورډ وايي بله میاشت له هالنډ سره درې یوه ورځنۍ لوبې کوي.

د بورډ په اعلامیې کې ویل شوي دي چې دغه درې یوه ورځنۍ سیالۍ به د افغانستان په کوربه توب په قطر کې کېږي.

دا د ۲۰۲۳نړیوال جام ته د ورتلو سیالۍ دي چې په هر بري سره لوبډلې ته لس نمرې ورکول کیږي. افغانستان دا مهال دا ډول درې لوبې کړي او درې واړه یې له ایرلنډ څخه یې ګټلې دي.

د بورډ اعلامیه وايي: «د مهالوېش له مخې به لومړۍ سیالي د جنورۍ میاشتې په ۲۱مه، دویمه سیالي د جنورۍ میاشتې په ۲۳مه او د دواړو لوبډلو ترمنځ به وروستۍ سیالي د همدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د قطر د پلازمېنې، دوحې ښار په ایشین ټاون کرکټ لوبغالي کې وشي.»

ټاکل شوې چې افغانستان به له دغو سیالیو وروسته زمبابوې ته سفر کوي چې هلته له کوربه هېواد سره هم درې یو ورځنۍ سیالۍ وکړي.

XS
SM
MD
LG