د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ‌ روزونکي اسدالله خان محمد نبي کمزوری کپتان وباله


محمد نبي د افغانستان د کرکټ‌ د شل اوریزو لوبو کپټان دی
محمد نبي د افغانستان د کرکټ‌ د شل اوریزو لوبو کپټان دی

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د قطر د کرکټ ټیم‌ روزونکی اسدالله خان په تېر نړیوال جام کې د افغانستان د ماتو یو مهم علت «کمزورې کپتاني» وبلله.

اسدالله خان د دوشنبې په ورځ ډسمبر شپږمه (لیندۍ۱۵) له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې د افغانستان د کرکټ‌ د ملي لوبډلې په کپتان محمد نبي باندې کلک انتقاد وکړ او هغه یې «کمزوری کپتان» یاد کړ او ویې ویل چې هغه دې بدل شي.

محمد نبي په تېر شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان و. محمد نبي په خپلو مرکو کې په وار وار دا خبره کړې وه چې په نړیوال جام کې په خپله هم ښې لوبې وکړې او نورو افغان لوبغاړو هم ښې لوبې وکړې. افغانستان په دغه نړیوال جام کې پنځه لوبې وکړې چې دوې یې وګټلې او درې یې وبایللې.

محمد نبي د افغانستان یو تر ټولو مجرب لوبغاړی دی خو کپتاني یې سخته دنده بللې وه. امریکا غږ محمد نبي ته سره تماس نیولی چې د ښاغلي اسد د څرګندونو په اړه یې نظر واخلي،‌ خو تر دې دمه یې د نظر په اخیستلو کې بریالۍ شوې نه ده.

اسدالله خان د افغانستان د ملي ‌لوبډلې لومړی پخوانی لوبغاړی دی چې په یو بهرني هېواد او بهرني لیګ کې د کرکټ روزونکی کیږي. اسدالله خان د قطر د کرکټ ټیم روزونکی دی او اوس په متحدو عربو اماراتو کې د «ټي۱۰» د کرکټ په تجارتي لیګ کې د «ډکن ګلاډیترز» مرستیال روزونکی و چې لوبډلې یې اتلولي ‌وګټله.

اسدالله خان په خپلې مرکې کې په بهرنیو لیګونو کې د افغان لوبغاړو د ګډون په ګټو او زیانونو، په نړیوال جام کې د افغانستان د ماتو په علتونو، د لوبډلې په ترکیب او ډېرو نورو مسائیلو غږېدلی دی.

XS
SM
MD
LG