د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا سره مبارزه؛ اپریدي د مشفق بیټ په ۲۰زره ډالرو واخیست


شاهد اپرید د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم پخوانی کپتان دی
شاهد اپرید د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم پخوانی کپتان دی

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کپتان شاهد اپریدي‌ د بنګله دېش د ملي لوبډلې د لوبغاړي مشفق الرحیم بیټ په ۲۰ زره ډالرو واخیست.

مشفق الرحیم خپل دغه بیټ انلاین لیلامۍ ته وړاندې کړی و، خو دا بولي ځکه ودرول شوه چې په کې ځینو خلکو په درواغو د بیټ د اخیستلو ژمنې وکړې او آن قیمت یې تر ۵۰زرو ډالرو ورسوه.

مشفق الرحیم په خپل دغه بیټ سره په ۲۰۱۳ کې د سریلانکا خلاف یوې لوبې کې دوې غبرګې سلیزې کړې وې.

هغه وايي چې د انلاین بولي له بندېدو وروسته شاهد اپریدي ورسره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل‌چې دا بیټ یې په ۲۰زرو ډالرو اخلي.

د شاهد اپریدي خیریه ټولنې ویلي دي چې باید په دغو سختو شرایطو کې له یو بل سره مرسته وشي.

مشفق الرحیم وایي چې دا پېسې به په بنګله دېش کې د کروناځپلو اړمنو کورنیو سره په مرستو کې ولګول شي.

تر دې مخکې د بنګله دېش د لوبډلې بل غړي شکیب الحسن هم خپل هغه بیټ چې د ۲۰۱۹ په نړیوال جام کې یې پرې لوبه کړې وه، په ۲۴زره ډالرو خرڅ کړ.

په بنګله دېش کې تر دې دمه د کرونا له کبله ۳۰۰ تنه مړه شوي او شاوخوا ۲۰زره نور په دغه ویروس اخته دي.

XS
SM
MD
LG