د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان تگلارې ته بیا کتنه کوي


د امریکا یو لوړپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي دي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان لپاره د تگلارې د یو کال د تیریدو وروسته خپله مایوسي څرگنده کړیده او ښیي دغه تگلارې ته بیا نظر کتنه وشي

د امریکا دغه چارواکي رویټرز ته د نوم د نه څرگندولو په شرط دغه معلومات ورکړیدي، هغه وویل "مونږ په سپینې ماڼۍ کې داسې اشارې لیدلې چې ولسمشر ټرمپ به په راتلونکو څو میاشتو کې د افغانستان تگلارې ته بیا نظر کتنه کوي"

ولسمشر د تیر کال د اگست په میاشت کې د افغانستان لپاره د خپلې نوې تگلارې د اعلانولو په وخت ویلي و چې په افغانستان کې به عسکر پاتې شي. ولسمشر ټرمپ د افغانستان لپاره د تگلارې په اړه ویلې و چې دا بیخې سمه خبره نه ده چې امریکا د عسکرو د تگ او یا د وتلو نیټه وټاکي خو امریکا به د امنیت د وضعیت په اساس دا ډول پریکړې وکړي.

دغه چارواکي وویل چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه د تگلارې د پرمختگ د نه کولو له کبله خپله مایوسي ښودلې ده.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د عسکرو د پاتې کیدو خلاف و خو د هغه مشاورینو هغه پدې قانع کړو چې په افغانستان کې عسکر پاتې کړي. ولسمشر ټرمپ تیر کال افغانستان ته نور ٣٠٠٠ عسکر هم واستول.

د ولسمشر د تگلارې نه یو کال وروسته په افغانستان کې وضع خرابه ده او افغان ملکیانو سخت تاوانونه گاللې دي. طالبان د کلیو نیولو ته دوام ورکړیدی خو ښاري سیمې نشي نیولی. د افغان قواوو د وړتیان په اړه هم شکونه موجود دي.

دغه لوړپوړې چارواکې وویل چې په دغه بیا نظر کتنه کې به د تگلارې هر اړخ ارزول کیږي او دا چې تروسه پورې څه پرمختگ شویدی.

سپینې ماڼۍ تروسه پورې پدی اړه تبصره نده کړی.

XS
SM
MD
LG