د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د نتانیاهو له بریا وروسته د منځني ختیځ سولې ته ډاډمن دی


د اسرایلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د پنځم ځل لپاره واک ته د رسیدو په درشل کې دی
د اسرایلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د پنځم ځل لپاره واک ته د رسیدو په درشل کې دی

د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ خپل نږدې متحد د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته د هغه هیواد په پارلماني ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلې ده.

که څه هم د اسرایلو د پارلماني ټاکنو وروستۍ نتیجه تر اوسه روښانه نده او یو شمیر رایې شمیرل شوي ندي خو نتانیاهو له یوې سختې سیالۍ وروسته د پنځم ځل لپاره ددې هیواد د لومړي وزیر کیدو په درشل کې دی.

جمهور رئیس ټرمپ ویلي د نتانیاهو بریا د سولې سره مرسته کولای شي. سپینې مانۍ ویلي وو د امریکا حکومت به د اسرایلو تر ټاکنو وروسته د منځني ختیځ په اړه خپل د سولې پلان روښانه کړي.

که څه هم ددې پلان کمه برخه روښانه شوې خو جمهور رئیس ټرمپ د اسرایلو د لوموي وزیر بنیامین نتانیاهو له بیا ځلي بري وروسته د منځني ختیځ د سولې په اړه ډاډه دی.

سره له دې چې محکمې ته د فساد په تور د نتانیاهو د راغوښتلو مسله ځنډیډلې او د هغه انتخاباتی مبارزه هم له ستونزو او کړاوونو نه ډکه وه خو نوموړی به په ډیرو کمو رایو بریالی شو.

ټاکل شوېده نتانیاهو له یو شمیر وړو احزابو سره تر ائتلاف وروسته چې کمې رایې یې ګټلي دي یو ائتلافي حکومت جوړ کړي.

د اسرایلو له ټاکنو دوه اوونۍ مخکې جمهور رئیس ټرمپ نتانیاهو سپینې ماڼۍ ته دعوت کړ او د ګولان په لوړو یې د اسرایلو حاکمیت په رسمیت وپيژانده، کومې چې په ۱۹۸۱ کال کې یې د خاورې برخه شوې دي. ډیر شمیر وايي دې کار د نتیانیاهو له بیا ټاکل کیدو سره مرسته وکړه.

جمهور رئیس ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ایران سپاه پاسداران ډله د یوه ترهګر سازمان په توګه ونوموله او کارپوهان وايي دا نتانیاهو ته یوه بله ډالۍ وه.

خو د چارو شنونکي شک لري چې آیا فلسطینیان به دا پلان وروسته له هغه چې جمهور رئیس ټرمپ د ګولان د لوړو، د اسرایلو د مرکز په توګه د دارالاسلام د پيژندلو او له فلسطین سره د مرستو د بندیدو په برخه کې همکاري وکړه، د منلو وړ وي که نه.

نتانیاهو د ټاکنو په درشل کې ژمنه کړې وه چې د اردن سیند د لودیځې غاړې یو شمیر برخې به په خپله خاوره یوځای کړي. خو جمهور رئیس ټرمپ تر اوسه څه ندي ویلي چې آیا دی به ددې کار د ملاتړ په هدف د امریکا د لسیزو سیاست مات کړي او که نه.

XS
SM
MD
LG