د لاس رسي وړ اتصالات

اقلیمي بدلونونو بامیان کې لرغوني آثار خطر سره مخ کړي


د افغانستان په بامیانو ولایت کې د لرغونو بودا مجسمو د نړیدلو او لوټ او تالان وروسته اوس په دغه ولایت کې لرغوني فرهنګي څلي د اقلیمي بدلونونو له امله خطر سره مخ دي.

متخصصین وایي د ډیرو بارانونو وروسته د کاڼو او شګو د ښوییدو او په پسرلي کې تر معمول زیات د واورو وېلې کیدو، دا تاریخې فرهنګي او لرغونې میراثونه د بشپړې نړیدو او له منځه تلو خطر سره مخ کړي دي.

لرغونپوهان وایي ددې لرغونو ځایونو ورانیدل مخ په زیاتیدو دي، خو تر ټولو لوی خطر پدې ځایونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ده چې بیا غلاګانې هم پکې کیږي.

د هندوکش د غرونو په منځ کې پروت د بامیانو لرغونی ولایت د سیل او عکس اخیستو ځای دی. دلته د پیړیو زړې د بودا مجسمې ولاړې وې چې په ۲۰۰۱ کال کې طالبانو ونړولې. خو لاهم په دې سیمه کې لرغونې مغارې، سمڅې، معبدونه او د بودا د زمانو نقاشي ګانې او انځورونه شته دی.

د ګلوبل بیارغونې موسسه چې په امریکا کې د نوتردام د پوهنتون لخوا فعالیت کوي، اوس وخت د ۱۸۱ هیوادونو په جمله کې، د اقلیمی بدلون د ناوړه اغېزو له امله افغانستان ۱۷۳ درجه هیواد بللی دی چې د اقلیمي بدلون په وړاندی اسېب پذیر دی.

د تخریب د کمیدو او اقلیمي بدلون د اغیزو ارزونه به شاید د افغانستان لپاره میلیاردونه ډالره قیمت ولری، خو جنګ دا ځپلی هیواد ددی تاریخي میراثونو د ساتنې لپاره ډیر کم توان لري.

XS
SM
MD
LG