د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د غږ له لارې د ناروغانو په درملني کار کوي


پدې پروژه کې د غږ نمونې ددې لپاره مطالعه کيږي چې د پارکینسن او سرطان په څیر د ناروغیو په تشخیص کې مرسته وکړي.
پدې پروژه کې د غږ نمونې ددې لپاره مطالعه کيږي چې د پارکینسن او سرطان په څیر د ناروغیو په تشخیص کې مرسته وکړي.

د امریکا د حکومت لخوا تمویل شوې یوه پروژه په زرګونه غږونه ددې لپاره راټولوي چې د مصنوعي ځيرکتیا په مرسته د ناروغیو د تشخیص لپاره یې وڅېړي.

د غږ ماهرین د ډیرې مودې راهیسې په دې پوهیږي چې د یو شخص غږ کولی شي د هغه د احساساتي، فزیکي او رواني روغتیا په اړه مهم معلومات ورکړي.

ډاکټره یېل بینسوسن، د سویلي فلوریډا پوهنتون د غږ په روغتیايي مرکز کې، د هغو ناروغانو درملنه کوي چې د غاړې او اواز بېلابېلې ناروغۍ لري.

هغه د ۳۰ زرو انساني غږونو د ثبتولو ذخیرې جوړولو او د انسان غږ کې د بدلونونو له لارې د ناروغیو موندلو لپاره د کمپیوټرونو د روزنې په موخه د یوې نوې پروژې مشره ده.

نوموړې وايي: "نه یوازې د غږونو ډېټا رامینځته کول، بلکې دا چې دغه معلومات څنګه شریک شي. دا معلومات څنګه راټول شي او دا هم چې د راتلونکي مصنوعي ځیرکتیا څیړنې لپاره دا ډېټا څنګه کارول کیږي."

هغه د شمالي امریکا په ۱۲ مختلفو پوهنتونونو کې د ۴٥ ډلو سره کار کوي، او وايي له هغه ټیمونو سره هم په اړیکه کې ده چې په اروپا کې یې تازه کار پیل کړی دی.

دوی د غږ نمونې مطالعه کوي چې د پارکینسن او سرطان په څیر د ناروغیو په تشخیص کې مرسته وکړي. دوی همدا راز د غږ اختلالات او د غږیزو تارونو د فلج کېدو مطالعه کوي، او د مزاج بدلونونه لکه ژور خپګان او پرېشاني هم څېړي.

ډاکټره یېل بینسوسن وايي: "کله چې یو څوک ژور خپګان یا پرېشاني لري، د هغه خبرې بدلیږي."

دغه څېړنه د معلوماتو راټولولو د څلورو پروژو څخه یوه ده چې د روغتیا ملي انسټیټیوټ لخوا د مصنوعي ځیرکتیا د هغې برنامې د برخې په توګه تمویل شوې، چې د پیچلو ناروغیو سره د مبارزې لپاره د مصنوعي ځیرکتیا کارولو لپاره ډیزاین شوې ده.

د غږونو د نمونې په داسې ډول راټولیږي چې د خلکو د روغتیايي معلوماتو محرمیت هم په نظر کې ونیول شي. د روغتیا د ملي انسټیټوټ غړې، ګرېس پینګ په دې اړه وايي:"موږ غواړو د خلکو د غږونو راټولولو په لړ کې د اخلاقي اصولو په اړه فکر وکړو. او دا چې موږ څنګه د دې محرمیت وساتو.

په دغه څیړنه کې خلک راتلونکي کال برخه اخیستلای شي.

XS
SM
MD
LG