د لاس رسي وړ اتصالات

له طالبانو څخه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غوښتنې


د بشري حقونو کمېسیون ودانۍ
د بشري حقونو کمېسیون ودانۍ

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د اندېښنو په ښودلو ویلي چې د دغه کمېسیون ټول دفترونه د طالبانو لخوا نیول شوي او له یادو دفترونو څخه د خپلو غونډو لپاره استفاده کوي.

په راپور کې ویل شوي چې د بشري حقونو کمېسیون منحل شوی نه دی، خو وايي چې د زمري میاشتې له ۲۴ وروسته یې فعالیت نه دی کړی.

د بشري حقونو کمېسیون همدارنګه زیاته کړې چې طالبان د دوی له نقلیه وسایطو، کمپیوټرونو او نورو وسایلو څخه هم استفاده کوي.

یاد کمېسیون د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې طالبان به د کمیسیون د رهبرۍ کچې په ګډون د ښځینه کار کوونکو د حضور او دندو په وړاندې خنډ شي او په خبره یې دا کار د منلو نه دی.

په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان خلک د بشري حقونو یو خپلواک بنسټ ته اړتیا لري چې د خپلو حقونو د نقض قضیې ورته راجع کړي.

په دغه بیان کې په افغانستان کې د ښځو په حقوقو او د بیان په ازادۍ د محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض قضیو د څارنې لپاره یو خپلواک میکانیزم رامنځته کړي.

یاد کمېسیون له طالبانو څخه غوښتي چې په ټول هیواد کې د بشر حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د حقوقو بشري وضعیت د خپلواکې او بې پرې څارنې زمینه برابره کړي.

د بشري حقونو کمېسیون همدارنګه له طالبانو څخه غوښتي چې د یاد بنسټ د ټولو کار کوونکو او بشري حقونو د ټولو مدافعینو درناوی وکړي.

د کمېسیون په راپور کې ویل شوي چې طالبان باید د افغانستان د دولت نړیوالو ژمنو او په ځانګړي ډول د بشري حقونو نړیوالو کنوانسیونونو ته ژمن پاتې شي. نړیوال بشرپال قوانین رعایت کړي او خلکو ته د بشر پالو مرستو رسولو په مخکې خنډ جوړ نه کړي.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG