د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د یوناما د ماموریت تمدېدول غواړي 


په افغانستان کې د یوناما د ماموریت موده څو ورځې وروسته د سپتمبر په ۱۷ رسمآ ختمیږي
په افغانستان کې د یوناما د ماموریت موده څو ورځې وروسته د سپتمبر په ۱۷ رسمآ ختمیږي

د بخښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي چې په افغانستان کې دې د یوناما مامویت وغځوي او د وضعیت د څار لپاره دې امکانات ورته برابر کړي چې د بشري حقونو په اړه راپورونه چمتو کړي.

یوناما له ۲۰۰۲راهېسې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څاري او په اړه یې ملګرو ملتونو او نړیوالو ته راپورونه ورکوي.

په افغانستان کې د یوناما د ماموریت موده څو ورځې وروسته د سپتمبر په ۱۷ رسمآ ختمیږي او ټاکل شوې چې په همدې ورځ به د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د تمدېد او نه تمدید په اړه رایه اچوونه کیږي.

په ملګرو ملتونو کې د بخښنې د نړیوال سازمان لوړ پوړي حقوقپوه لورینس ماس وویل: «د طالبانو واکمني آسیب پذیره ډلو ته لوی خطر متوجه کوي، په ځانګړي ډول خبریالانو، قومي لږګیو، ښځو،‌ ماشومانو او هغو کسانو ته چې له مخکني حکومت او نړیوالو هېوادونو سره یې کار کړی دی.»

هغه وویل چې له خطر څخه په داسې یو ډک حالت کې باید د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څارونکي په افغانستان کې وي.

نوموړې وویل چې یوناما باید لږ تر لږه هره میاشت په افغانستان کې د بشر د حقونو د وضعیت په اړه د امنیت شورا ته راپور ورکړي او ملګري ملتونه باید د دې کار لپاره یوناما ته منابع او امکانات برابر کړي.

ملګرو ملتونو خپل سیاسي او بشري کارکوونکي په افغانستان کې پرېښي خو د بشري حقونو ناظرین یې نشته.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اګست په ۳۰په یوې پرېکړه لیک کې له طالبانو څخه وغوښتل چې د ښځو، ماشومانو او لږګیو د حقونو په ګډون د بشر حقونه تضمین کړي او د قانون حکم ته پابند اوسي.

همدغه راز یې له طالبانو غوښتي دي چې افغانانو ته بهر ته د سفر اجازه ورکړي او د ولسي خلکو د حفاظت تر څنګ نړیوال بشري قوانینو ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه او په خاص ډول له پنجشیر ولایت څخه راپورونه وايي چې طالبانو هلته ولسي خلک وژلي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي ځینو سرچینو ورته ویلي دي چې طالبان پنجشیر ته خوراکي مواد او نور ضروري شیان نه پرېږدي.

د بخښنې نړیوال سازمان همدغه راز له ملګرو ملتونو څخه غوښتي‌ دي چې په افغانستان کې د حقیقت معلومولو لپاره دې یو ماموریت پیل کړي.

طالبانو ویلي دي‌ چې خپلو مخالفانو ته یې «عمومي بخښنه» اعلان کړې او د غچ اخیستلو هوډ نلري.

XS
SM
MD
LG