د اندونیزیا د بیړنیو حالاتو ادارې د جنورۍ په ۲۱مه (سلواغې دوېیمه) خبر ورکړی، چې د جاوا ټاپو په مرکزي برخه کې تر سختو بارانونو وروسته د ځمکې ښوېدو په پیښه کې، لږترلږه ۱۷ کسان مړه شوي دي.
د ځايي چارواکو په وینا، د جاوا ټاپو د پېکالونګان ښار په غرنۍ سیمه کې ځمکه ښویېدلې، یو پُل نړېدلی او ګڼ شمېر کورونه او نقلیه وسایط د خاورو او ډبرولاندې شوي دي.
د اندونیزیا د بیړنیو حالاتو ادارې ویاند، عبدالموهاري، په یوې اعلامیه کې ویلي: "د ژغورنې ګډ ټیم له خاورو او خځلو لاندې یو بل مړی وموند چې له دې سره د قربانیانو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی."
هغه زیاته کړه چې لږترلږه نهه کسان لا هم ورک دي.
اندونیزیا د نومبر او اپرېل میاشتو د موسمي بارانونو په ترڅ کې، ډېری وخت د ځمکې ښوېدو له پېښو سره مخ کېږي
تر دې وړاندې اندونیزیايي چارواکو ویلي وو، چې په دې پېښه کې دوه کورونه او څو نقلیه واسطې له خاورولاندې شوي او د ژغورنې ډلې دغې غرنۍ سیمې ته د رسېدو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د پېکالونګان د پولیسو مشر، دوني پراکوسو ویدامانتو، یوې سیمهییزې رسنۍ ته ویلي چې په دې پېښه کې لږترلږه ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.
چارواکو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې د نورو بارانونو وړاندوینه شوې، چې ښايي د سېلابونو او ځمکې ښوېدو د پېښو د ډېرېدو لامل وګرځي.
تېر کال د مې په میاشت کې، د سوماترا ټاپو په لوېدیځه برخه کې د سختو بارانونو او د سېلابونو د راوتلو له امله لږترلږه ۶۷ کسان مړه شول. سیلابونو د ماراپي اور غورځونکي غره له لمنو څخه د خاورو، شګو او ډبرو انبارونه د استوګنې سیمو ته له ځانه سره وړي دي.
فورم \ دبحث خونه