د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د اریانا الوتکې پر ایسارولو افغانستان ته څومره تاوان اړولی؟


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې پرون وویل چې روسیې کې د اریانا افغان هوایی شرکت یوه بویینګ ۷۳۷ الوتکه د سل ورځو ایسارېدو وروسته کابل ته راستنه شوه.

دغې ادارې په لومړنیو معلوماتو کې راغلي چې د روسیې حکومت دغه الوتکه د ګمرکي سرغړونو په تور ایساره کړې وه.

له بلې خوا د اریانا افغان هوايي شرکت چارواکي پر دغې الوتکې د ګمرکي سرغړونو د لګېدو تورونه تاییدوي وايي، د سلو ورځو په اوږدو کې بلاخره د روسیې یوې محکمې ټول تورونه نا سم ثابت او الوتکې ته یې برات ورکړ.

د اریانا افغان هوایی شرکت سوداګریز مرستیال محمد عمر فراتر نن یکشنبه جون شپږمه (غبرګولې۱۶) په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "څه باندې درې میاشتې مخکې زموږ یادې الوتکې مسکو ته الوتنه درلوده چې د ګمرکي سرغړونو په تور ایساره شوه. د محکمې پاې ته رسېدو پورې زموږ سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او اړوندو نورو ادارو همکاري وکړه. محکمې موږ ته برات راکړ او اوتکه یې خوشې کړه."

  • افغانستان ته څومره تاوان رسېدلی؟

په عادي ډول هر هوايي ډګر کې د یوې الوتکې ایسارېدل هر ورځ سلګونه/زرګونه ډالرو تکس ته اړتیا لري.

دا چې د اریانا افغان هوايي شرکت بویینګ ۷۳۷ الوتکه سل ورځې په مسکو کې څومره ټکس ورکړی او له بلې خوا په دې مودې کې د هوايي عملیاتو نه د پاتې کېدو لپاره څومره تاواني شوې، چاواکي په دې اړه وايي چې افغانستان ته د یو میلیون ډالرو نه ډېر تاوان اوښتی دی.

  • ایا افغانستان به د روسیې نه تاوان وغواړي؟

د اریانا افغان هوایي شرکت مرستیال وايي: "په داسې یو حال کې چې د افغانستان د الوتکې د سرغړونې تور بې بنسټه ثابت شي او تاوان هم ورته رسېدلی وي نو هرو مرو موږ د تاوان غوښتنه کوو."

محمد عمر فراتر وايي د تاوان د کره کچې معلومولو او افغانستان ته یې د بیرته سپارلو په اړه به محکمه یو ځل بیا څېړنې او فیصله وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د دغه هیواد سفارت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG