د لاس رسي وړ اتصالات

د القاعده ډلې په یمن کې یو کلینیک الوځولی


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په یمن کې چارواکي‌ وايي‌ د القاعده ډلې پورې تړلیو اورپکو د دغه هېواد په البیضا ایالت کې یو کلینیک الوځولی دی.

دا پېښه نن سه شنبه د اګست په ۲۵ (وږي۴) شوې ده.

تر دغې پېښې شاوخوا لس ورځې مخکې د القاعده ډلې د غاښونو یو ډاکټر په دې تور وواژه چې ګواکې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په هغه برید کې یې مرسته کړې وه چې د دغې ډلې پر غړو شوې وه.

چارواکي وايي د القاعده ډلې وسله والو د غاښونو ډاکټر مطهر الیوسفي په مرمیو وژلی او مړی یې د کلینیک د باندې ځړولی و.

د امریکا متحده ایالتونه د یمن د القاعده ډلې څانګه په سیمه کې یوه خطرناکه ډله بولي او په دې وروستیو کې یې د دغې ډلې په مشرانو ځینې هوايي بریدونه هم کړي‌ دي.

د القاعده ډلې په یمن کې د داخلي جنګونو څخه په ګټې اخیستلو ځان نور هم غښتلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG