د لاس رسي وړ اتصالات

القاعده د سعودي عربستان د اعدامونو د غچ اخیستلو گواښ کړی


د القاعده شبکې د یمن څانگې گواښ کړی چې په روانه اونۍ کې په سعودي عربستان کې د اعدام شویو کسانو غچ اخلي.

سعودي عربستان د سه شنبې په ورځ ٣٧ کسان اعدام کړل چې د چارواکو په وینا په "ترهگرۍ اړوند" جرمونو تورن و.

د القاعده شبکې د عرب شبه جزیرې څانگې په یوه اعلامیه کې چې ددې شبکې اړوند ویبپاڼه کې د جمعې په ورځ (اپریل ٢٦) خپره شوې ویلي چې سعودي عربستان د "امریکا د خوشحالولو په خاطر د هیواد اصیل بچیان" اعدام کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې القاعده به "هیڅکله د دوی وینې هیرې نکړي او غچ به یې واخلي".

د رپوټونو له مخې د شاوخوا ٣٧ اعدام شویو کسانو له ډلې نه چې په روانه اونۍ کې د ترهگرۍ اړوند پیښو په ارتباط یې سرونه پرې شوي شعیه مذهبه وو، خو ویل شوي چې ددغو کسانو له ډلې نه لږ تر لږه یو تن یې د یوې سوني مذهبه یاغي ډلې غړي و.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې پدې ډله کې یو ځوان شخص هم اعدام شوی چې د ١٨ کلنۍ نه یې دمخه جرم کړی و.

دغه سازمان ددغو کسانو د محاکمې پر بڼې هم انتقاد کړی دی او یولي یې دي چې دغو کسانو نه د شکنجې په زور اعترافونه اخیستل شوي دي او د هغوی محاکمه د ټولو بین المللي معیارونو سره په تناقض کې وه.

XS
SM
MD
LG