د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې چارواکي وايي‌ د القاعده شبکې یو مسؤل یې نیولی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یادو عملیاتو د تر سره کېدو د وخت په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یادو عملیاتو د تر سره کېدو د وخت په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د القاعده شبکې د جلب او جذب مسؤل نیولی دی.

یاد وزارت نن دوشنبه فبروري اتمه (سلواغې ۲۰) په یوې اعلامیې کې ویلي چې یاد کس د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی دی.

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې د القاعده شبکې د جلب او جذب مسؤل نیولی دی."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یادو عملیاتو د تر سره کېدو د وخت په اړه څه نه دي ویلي.

یاد وزارت ویلي چې القاعده ترورېستي شبکې له طالبانو سره یو ځای په ننګرهار ولایت کې ترهګریزې پېښې سازماندهي کولې او زیاتوي چې له نیول شوي کس څخه یو اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د نیول شوي‌ کس هویت نه دی ښودل شوی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تیره ورځ له القاعده ډلې سره د طالبانو د اړیکو د دوام په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ارزونې او بندیزونو د ډلې د راپور هرکلی وکړ.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ارزونې او بندیزونو ډلې د افغانستان په فراه او غزني ولایتونو کې د القاعده شبکې د دوو قوماندانانو حسام الدین عبدالروف مشهور په ابومحسن المصري او محمد حنیف مشهور په عبدالله د وژل کېدو په استناد د روانې فبروري میاشتې پر درېیمه پخپل راپور کې ویلي چې د القاعده شبکې او طالبانو اړیکې پر ټينګې دي.

دغه ډلې پخپل راپور کې د اټکل له مخې په افغانستان کې د القاعده شبکې اړوند کسانو شمېر د ۲۰۰ او ۵۰۰ تنو تر منځ ښودلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو په یوې اعلامیې کې د نړیوالې ټولنې په ګډون له ملګرو ملتونو څخه غوښتي و چې طالبان او ملاتړ کوونکي یې د اوربند ټینګولو، د هدفي وژنو مخنیوي او د القاعده په ګډون له نورو ډلو سره د اړیکو پرېکولو ته وهڅوي.

د دغه وزارت په باور پر وسله والو طالبانو د نړیوالې ټولنې فشار به هغوی د تاوتریخوالي کمولو ترڅنګ، سیاسي حل او سولې ټینګېدو ته اړ کړي.

د امریکا او طالبانو د دوحې تړون په اساس وسله وال طالبان باید د القاعده شبکې په ګډون له ټولو تروریستي ډلو سره اړیکې پرېکړي. خو تر دې مخکې طالبانو ورته راپورونو ته په غبرګون کې ویلي و چې په افغانستان کې د القاعده شبکې وسله وال حضور نه لري.

XS
SM
MD
LG