د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت د داعش د خراسان څانګې د ارتباطاتو مسؤل نیولی


ملي امنیت وایي، نیول شوی کس د داعش قاضي هم دی
ملي امنیت وایي، نیول شوی کس د داعش قاضي هم دی

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د داعش د خراسان څانګې د یو بل مهم بهرني غړي د نیول کېدو خبر ورکړ.

د ملي امنیت عمومي ریاست نن چهارشنبه اپرېل ۲۲ (غويي۳) ویلي یاد کس چې اصلي نوم یې منیب او په (ابو بلال حارث، ابو هلال ابو همام) مشهور دی د پاکستان اوسېدونکی دی.

د ملي امنیت خبر پاڼه وايي، نیول شوی کس د داعش قاضي او له خراسان څانګې سره د نورو وسله والو ډلو د ارتباطاتو مسؤل دی.

په بیان کې راغلي: "نیول شوی کس د داعش د خراسان څانګې د مرکزي شورا مهم غړی، قاضي او له نورو وسله والو ډلو سره لکه، لشکره طیبه، حقاني شبکه،سپاه صحابه، د مولوي فضل الرحمن اړوند جمعیت العلمای اسلام او د طالبانو پېښور شورا سره د داعش د خراسان څانګې د همغږۍ او ارتباطاتو مسؤل دی."

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي چې یاد کس مخکې له دې چې له داعش ډلې سره یو ځای شي، د القاعده شبکې مهم غړی و.

ملي امنیت دا نه دي ویلي چې دغه کس کله او چیري نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست روانه میاشت په کندهار ولایت کې د داعش د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي هم له خپلو ۱۹ نورو وسله والو سره ونیوی.

ملي امنیت تر هغه وروسته وویل چې له اسلم فاروقي سره نیول شوو کسانو کې د داعش ډلې دوه نور مهم بهرني کسان هم شامل دي.

د کندهار امنیتي چارواکو تېره ورځ هم په دغه ولایت کې د داعش وسله والې ډلې د یوې شپږ کسیزي ډلې د نیول کېدو خبر ورکړ.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند امریکا غږ ته ویلي و چې نیول شوي کسان د پاکستان د باجوړ اوسېدونکي دي.

XS
SM
MD
LG