د لاس رسي وړ اتصالات

د الشباب ترهگرې ډلې یو سړی سنگسار کړ


د صومالیې د رما اډی په سیمه کې د الشباب ترهگرې ډلې یو ۴۴ کلن سړی سنگسار کړیدی.

د الشباب ډلې په دغه ۴۴ تن باندې په یوې ښځې د جنسي تیرې تور ولگاوه او سنگسار یې کړ.

د الشباب ډلې د دغه سړي د سنگسارولو نه وروسته یو پیغام خپور کړ چې وایي هغه دوه ښځې لرلی او د روانې میاشت په ٢٢ نیټه یې په یوې ښځې جنسي تیرې کړی و. د الشباب د ډلې قاضي وویل چې دغه سړي ته یې د جرم د اعتراف نه وروسته سزا ورکړيده.

د دی ډول پېښو تائیدول مشکل وي خو دا لومړنې ځل ندی چې د الشباب ډله دا ډول سزاگانې ورکوي.

په صومالې کې دیني عالمانو دغه پېښې ته عکس العمل څرگند کړی او وایي چې د الشباب ډله دا حق نه لري چې په خپل سر خلکو ته سزاگانې ورکړي.

د صومالیې یو دیني عالم شیخ عبدالرحمان شریف د امریکا غږ ته وویل "لومړې ، دوي ته دا اجازه چا ورکړیده چې څوک سنگسار کړي. ایا دا قانوني دي، دوي قانوني جواز نه لري. دوي د سختدیرځۍ نه پیدا شویدي. د الشباب ډله یوه غیر عادلانه ډله ده او په غلطه لار روانه ده. یوه ډله چې پخپله غیر قانوني وي، څنگه چا ته سزا ورکولی شي. دا د تضاد ډکه خبره ده."

له یو بل خبر له مخې په صومالیې کې نامعلومه کسانو په بیکوره شوي کسانو باندې په ډزو کې دوه تنه وژلي او ١٥ نور یې زخمیان کړي. وسله والو په دغه کسانو هغه وخت ډزې وکړې چې دوي د راشن لپاره په قطار کې ولاړ و.

په صومالیې کې د الشباب ډله چې وایي د اسلامي نظام د نفاذ لپاره جنگیږي، تر اوسه پورې یې په سلگونو بیگناه کسان وژلي دي او په زرگونو کسان خپلو کورونو او کلیو پریښودو ته اړ شویدي. د صومالیې حکومت د تیرو څو کلونو راهیسې د الشباب د ډلې په ضد جنگیږي.

XS
SM
MD
LG