د لاس رسي وړ اتصالات

نوروز کې د وسله والو د بریدونو په اړه د امریکا سفارت خبرداری


د نوروز په نژدې کېدو سره په کابل کې د امریکا سفارت په دغو ورځو کې پر حکومتي او خارجي دفترونو د وسله والو مخالفینو د بریدونو خبر ورکړی دی.

دغه سفارت د سې شنبې په ورځ د «کب پر ۲۸مه» په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دوی د استخباراتي معلوماتو له‌مخې، د افغان حکومت وسله وال مخالفین هڅه کوي چې د نوروز په ورځو کې پر دولتي او د امریکا او نورو هېوادونو اړوند خارجي دفترونو باندي بریدونه وکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت له خپلو مامورینو څخه غوښتي چې په دغه ورځ له غونډو جوړولو څخه ډډه وکړي او د سفر په اړه خپل نژدې دوستان په جریان کې واچوي.

په دغه اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي وسله وال هڅه کوي په ټول افغانستان په ځانګړي ډول د ننګرهار هوايي میدان، او هغه هوټلونه چې ممکن خارجي اتباع پکې اوسېږي حمله وکړي.

که څه هم افغان امنیتي چارواکو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو تر دې مخکې د نوروز په رارسېدو سره په ټول افغانستان کې د سختو امنیتي ګامونو پورته کولو خبر ورکړی دی.

امریکا غږ هڅه وکړه چې په دې اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نظر واخلي، خو د پرله پسې ټلیفوني اړیکو په ټینګولو سره په دې اړه د هغوی په نظر اخیستلو سره ونه توانېده.

د راتلونکې پنجشنبې ورځ د ۱۳۹۸ کال د حمل میاشتې لومړۍ ورځ یا نوروز دی چې دغه ورځ د کابل تر څنګ په مزارشریف او یو شمېر نورو ولایتونو کې د جنډې په پورته کولو او نورو ځانګړو مراسمو سره لمانځل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان ۱۳۹۷ کال په لومړۍ د نوروز په ورځ کابل پوهنتون ته نژدې د کارته سخي په سیمه کې د نوروز په مراسمو کې ځانمرګي برید ۲۹ تنه ووژل او ۵۲ نور یې ټپیان کړل.

د دغه حملې مسؤلیت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی و.

XS
SM
MD
LG