د لاس رسي وړ اتصالات

محکمې د پوتین د کلک سیاسي منتقد د پرېښودو غوښتنه رد کړه 


دی د اختلاس په تور نیول شو و
دی د اختلاس په تور نیول شو و

په مسکو کې یوې محکمې نن شنبه فبروري ۲۰ (کب۲) د روسیې د ولسمشر ویلاديمیرپوتین د تر ټولو کلک سیاسي منتقد الیکسي ناوالني د پرېښودو غوښتنه رد کړه.

ښاغلي ناوالني تورن دی چې په ۲۰۱۴کې یې د تعلیقي بند شرایط مات کړي، هغه د اختلاس په تور نیول شوی و او اوس په دریو کلونو بند محکوم دی.

نوموړي محکمې ته وویل چې د هغه قضیه سیاسي انګیزه لري او باید پرېښودل شي. خو محکمې یې غوښتنه ونه منله.

هغه د اروپا د بشري حقونو محکمه هم یاده کړه چې په ښاغلي ناوالني لګول شوي تورونه بې اساس بولي او له روسیې څخه د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کوي. خو مسکو دا غوښتنه هم رد کړې او غیر قانوني یې بللې ده.

د مرافعې د محکمې قاضي دیمیتري بالاشوف هغه شپږ اونۍ د ښاغلي ناوالني په بند کې حساب کړې چې ده په کور کې په توقیف کې تېرې کړې وې. اوس به هغه دوه نیم کاله په زندان کې تېروي.

هغه همدا نن یوه بله محکمه هم لرله. ښاغلی ناوالنی تورن دی چې د دویمې نړیوالې جګړې د وخت په یو روسیې متقاعد پوځي یې ملنډې وهلې. که دا تور پرې ثابت شي، یا به جریمه شي او یا به د جزا په توګه په کوم ځای کې په کار کولو محکوم شي.

الیکسي ناوالني د جنورۍ په ۱۷مسکو ته له را رسېدو سره سم ونیول شو. هغه په جرمني کې و او هلته په زهرو مسموم شوی و. ښاغلی ناوالني او لویدیځ هېوادونه ولسمشر ویلاديمیرپوتین تورنوي چې دا کار یې کړی دی.

خو روسیي چارواکو دا تورونه رد کړي او په دې اړه یې د تحقیقاتو غوښتنه هم ځکه رد کړې چې ګنې شواهد او اسناد یې نشته.

د هغه له نیول کېدو وروسته د هغه زرګونو پلویانو د روسیې په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې او پولیسو سلګونه کسان ونیول.

د امریکا متحدو ایالتونو او لویدیځ ایتلافیانو یې د الیکسي ناوالني نیول او د هغه د ملاتړو سره د پولیسو چلند په کلکه غندلی.

XS
SM
MD
LG