د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه کې پولیسو له ۱۰۰۰زیات اعتراض کوونکي نیولي


په مسکو او د روسیې په نورو ښارونو او سیمو کې پولیسو د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۲) له ۱۰۰۰ ریات کسان نیولي دي چې د کرملین د منتقد الکسي ناوالني د بندي کیدو پر ضد یې مظاهرې کولې.

په روسیه کې دغه سرتاسری اعتراضونه د تیرې اونې د پراخو مظاهرو د کمپاین لړۍ ده چې هدف یې پر کرملین باندې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د سرسخت مخالف د ازادول دي.

د روسیې د حکومت مخالف سیاستوال اکسي ناوالني د جنورۍ په ۱۷ د مسکو په یو هوایي ډګر کې هغه وخت ونیول شو چې په جرمني کې له درملنې وروسته هیواد ته ستون شو.

جرمني وایي ښاغلی ناوالني تیر کال د «نويچوک» په نامه د پخواني شوروي اتحاد د وخت په کیمیاوي وسلې مسموم شوی و، هغه زهري مواد دي چې بریتانیا وایي په ۲۰۱۸ کې هغه او د هغه لور په انګلنډ کې مسموم کړای شوي وو.

ښاغلی ناوالني د روسیې جمهور رئیس پوتین تورن کړی چې دده د وژلو امر یې کړی دی، خو کرملین دغه تورونه رد کړي دي.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې په ټوله روسیه کې پولیسو نن یکشنبه ۱۰۰۹ کسان بندیان کړي دي.

پولیسو ویلي چې دغه اعتراضونه غیرقانوني دي او ورته اجازه نده ورکړل شوی او باید چې مخه یې ونیول شي. مقاماتو دا هم ویلي دي چې دغه اعتراضونه کولای شي چې د کروناویروس د خپریدو سبب شي.

ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ یوه محکمه د ښاغلي ناوالني د درې نیم کاله بند سزا ورکولو په اړه تصمیم ونیسي.

لویدیځې نړۍ له مسکو غوښتي چې الکسي ناوالني خوشې کړي او د ښاغلي ناوالني ملاتړو د امریکا د متحده ایالاتو له جمهور رئیس جو بایډن ته درخواست کړی چې د ولادیمیر پوتین په ۳۵ نژدې متحدینو باندې بندیزونه ولګوي.

XS
SM
MD
LG