د الجزایر د بېړنیو چارو مامورین وايي د یوې پوځي الوتکې د غورځېدو په پېښه کې لسګونه کسان مړه شوي دي.
اسوشیتډپرس وایي چې په پېښه کې تر دې دمه ۲۵۷ تنه مړه شوي. مړه شوي سرتېرې او د هغوی د کورنۍ غړي دي.
د الجزایر د ملکیانو د ساتنې د ادارې ویاند فاروق اچور اسوشیتډپرس ته وویل چې یو په پېښه کې شمېر کسان ډېر بد سوځېدلي دي.
نوموړي وویل چې د الجزایر د بېړنیو حالاتو د ادارې شاوخوا ۳۰۰ کارکوونکي سیمې ته استول شوي چې خلک وژغوري.
د الجزایر اناهار تلویزون د پېښې تصویرونه خپاره کړي دي چې د انسانانو پراته جسدونه په کې ښکاري. پېښه د چهارشنبې په ورځ (اپریل۱۱)وشوه.
الوتکه د بوفریق له الوتکې پرواز کړی و چې وغورځېده. لا دالوتکې د غورځېدو علت معلوم نه دی.