د لاس رسي وړ اتصالات

جلالي: په قطر کې مذاکرات د لنډ وخت کار ندی


علي احمد جلالي د امریکا د ملي دفاع په پوهنتون کې استاد دی.
علي احمد جلالي د امریکا د ملي دفاع په پوهنتون کې استاد دی.

د علي احمد جلالي په وینا که د مسلې پیچلتیا او د ټولو اړخونو ګټو ته وکتل شي، دا مذاکرات د لنډ وخت کار ندی.

د امریکا د ملي دفاع د پوهنتون استاد علي احمد جلالي د امریکاغږ/اشناتلویزیون سره مرکه کې وویل د سولې هرډول موافقه چې کیږي باید همه شموله او مشروعیت ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سه شنبې په ورځ (مارچ۵) وویل د سیمه ایزو لوبغاړو موجودیت د وسله والو طالبانو سره د سولې روان مذاکرات پیچلي کړي دي.

د امریکا حکومت وایي د طالبانو سره په څلورو مسلو خبرې کوي، چې د تروریزم ضد جګړه، د عسکرو وتل، بین الافغاني خبرې او اوربند پکې شامل دي. ښاغلی جلالي پدې باور دی چې طالبان باید بلاخره د افغان حکومت سره خبرې وکړي خو اوربند ځکه نشي اعلانولې چې د جګړو په لیکو کې خپل جنګیالي بیرته جبهو ته نشي جلبولې.

د علي احمد جلالي پوره مرکه دلته لیدلی او اوریدلی شئ:

د قطر مذاکرات - تحلیل
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:39 0:00

علي احمد جلالي اوس وخت د امریکا د ملي دفاع په پوهنتون کې استاد دی. تردی مخکې په جرمني کې د أفغانستان سفیر او ترهغې پخوا د أفغانستان د کورنیوچارو وزیر و.

XS
SM
MD
LG