د لاس رسي وړ اتصالات

جان بولټن: امریکا په پټو سترګو پر طالبانو باور نه کوي


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي پر طالبانو په پټو سترگو باور نه کوي.

ښاغلي بولټن دوشنبه ( د مارچ ۴) له سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې وویل د ولسمشر په ټرمپ اداره کې پر طالبانو باندې په پټو سترگو باور نشته او په قطر د طالبانو سره مذاکرات پدې خاطر روان دي چې د افغانستان ۱۸ کلنه جګړه پای ته ورسیږي.

ښاغلی بولټن وايي چې ولسمشر ډانلد ټرمپ پریکړه کړې چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یو شمیر امریکايي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي چې دا مسله له طالبانو د روانو خبرو یوه برخه ده.

ښاغلی بولټن وايي "زه تاسو ته ویلی شم چې جګپوړي امنیتي چارواکي په دې مسلې خبرې کوي چې څنګه یې حل کړي، او څنګه ډیپلوماتیکه حل لار پیدا کړي، خو موږ به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه جاري ساتو، دا ډیره مهمه مسله ده موږ ورته زیات پام کوو، خو موږ په پټو سترګو پر طالبانو باور نه کوو، په یقین سره دا کار نه کوو".

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن په داسې وخت کې دا څرګندونې کړې دي، چې په قطر کې له تیرو اتو ورځو راهیسې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی له طالبانو سره د سولې په هکله خبرې کوي.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په قطر کې د خپل سیال سره تر خبرو وروسته وویل چې دوی ته دا مهمه ده چې امریکا او روسیه په ګډه افغانستان ته د سولې راتګ ته کار وکړي او په ملي کچه خبرو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی لاوروف وايي "د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد زما له مرستیال سره هر وخت ګوري، دوی ښې خبرې کړي، زه فکر کوم، دا مهمه ده چې موږ مصنوعي سیالي ونکړو، بلکې په ګډه سره کار وشي."

په امریکا کې د افغانستان د سولې په روانو خبرو کې د پاکستان د نقش په اړه پوښتنې را ولاړې شوې دي. د پاکستان او افغانستان د چارو کارپوه ډاکټر ماروین واینبام، امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې فکر نه کوي پاکستان به واقعآ د سولې بهیر کنترول کړای شي.

ښاغلی واینبام وايي "هغوی (پاکستان) نشی کولی چې طالبان کومې داسې مصالحې او سازش ته اړ کړي چې طالبان ېې نه غواړي. خو له بل پلوه دا هم مهمه ده چې موږ له دې هرڅه سره د پاکستان ملاتړ ته ضرورت لرو چې د سولې د بهیر ملاتړ په هغه کچه وکړي څومره ېې چې کولی شي."

جان بولټن: په پټو سترګو پر طالبانو باور نه کوو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د خبرو په اتمه ورځ، طالبان وايي خبرې مهمې او حساسې دي، ځکه په احتیاط سره پر مخ ځي.

د سولې په مذاکراتو کې دوو موضوعګانو، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او د چا پر ضد د افغانستان د خاورې د نه استعمالولو، پر جزییاتو خبرې کیږي.

XS
SM
MD
LG