د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پمپیو له طالبانو سره خبرو لپاره "قطر ته ځي"


ښاغلي پپمیو وویل چې د سیمه ایزو لوبغاړو موجودیت له طالبانو سره د سولې خبرې پیچلې کړې
ښاغلي پپمیو وویل چې د سیمه ایزو لوبغاړو موجودیت له طالبانو سره د سولې خبرې پیچلې کړې

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي د سیمه ایزو لوبغاړو موجودیت له وسله والو طالبانو سره د سولې روان مذاکرات پیچلي کړي دي.

ښاغلي پمپیو هیله وښوده چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکایي مرکچیان له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ وکړي خو دا خبره یي هم وکړه چې له طالبانو سره نهايي تړون بېلابېل اړخونه لري او پیچلی بهیر دی.

ښاغلي پمپیو د سه شنبې په ورځ (مارچ ۵) د امریکا د ایوا په ایالت کې د امریکايي زده کوونکو یوې غونډې ته خبرې کولې.

هغه وویل "زما په فکر دا ډېره مهمه ده چې له طالبانو سره زموږ تړون د کاغذ پر مخ پاتې نشي او یا دې غونډه جوړه کړو او بری دې ولمانځو چې بیا له منځه ولاړ شي. بلکې د ټولو اړخونو د بېلابېلو ګټو پر تفاهم ولاړ تړون دې وي چې وپايي."

نوموړي وویل "زه کولی شم چې په را روانو دوو اونیو کې هلته ( قطر) ولاړم شم او د دغه بهیر د لا پرمختګ په اړه شخصآ مرسته وکړم."

ښاغلي پمپیو همدغه راز له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د "سیمه ایزو لوبغاړو" یادونه هم وکړه او وویل چې د پاکستان په ګډون د هند، چین او روسیې موجودیت له طالبانو سره روان مذاکرات "ډېر پیچلي" کړي دي.

په خپله زلمي خلیلزاد هم ویلي دي چې له طالبانو سره د سولې خبرې ډېر وخت او زغم غواړي. په همدې حال کې ځینې شننونکي اندېښنه لري چې له طالبانو سره د سولې چټکې خبرې او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو چتک وتل ښایي د تېرې څه باندې یوې لسیزې پرمختګونه له ستونزو سره مخامخ کړي.

خو ښاغلي پمپیو وویل چې دوی له جنګ خلاص افغانستان غواړي، داسې افغانستان چې امریکا ته ترې کوم ګواښ پېښ نشي او د ټولو اساسي په کې خوندې وي.

په قطر کې له څو ورځو راهېسې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي استازو او طالب مشرانو ترمنځ د بند دروازو تر شا د سولې خبرې روانې دي او د ممکنه پرمختګونو په اړه یې هم راپورونه ورکړل شوي دي، خو د دغو خبرو پوره جزیات لا برسیره شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG