د لاس رسي وړ اتصالات

د نیویارک په حمله کونکي د ترهگرۍ الزامونه لگول شوي


د امریکا فیډرالي څارنوالانو د سه شنبې په ورځ د نیویارک په حمله کونکي عقاید الله باندې د ترهگرۍ پنځه تورونه لگولي دي. دغه بنگله دیشي مهاجر یوه ورځ مخکې په نیویارک کې د بم یوه حمله کړي وه چې پکې هغه په خپله او درې تنه نور زخمیان شوي دي.

په عقاید الله په لگول شوي تورونو کې د اسلامي دولت یا د داعش د ډلې ملاتړ او د داسې خطرناکو وسلو جوړول شامل دي چې په لویه کچه تباهي وکړي. که چیرې هغه مجرم ثابت شي نو ممکن هغه به په عمري بند محکوم شی.

د فیډرالي حکومت څارنوالانو دا هم ویلي چې عقایدالله په داسې ځاې حمله کړیده چې عام وگړي یې استعمالوي او د اور لگیدلو له کبله زیات تاوان هم رسیدلی دی.

د نیویارک موقتي څارنوال جان کم په حمله کونکي باندې لگول شوي دغه تورونه په یوې مطبوعاتي غونډې کې د خبریالانو سره شریک کړل.

حمله کونکي عقایدالله د دوشنبې په ورځ ( دسمبر ١١ ) سحر اوه نیمې بجې د میټرو بس د یوې اډې سره دغه چاودنه کړي وه. کم خبریالانو ته وویل چې حمله کونکي د دوشنبې په سحر په داسې وخت کې د چاودنې پلان جوړ کړی و چې غوښتل یې گڼ شمیر خلک ووژني.

عقایدلله په خپله په دغه حمله کې زخمي شوی او په روغتون کې دی. کم وویل چې څارنوالي به په هغه لگیدل شوي تورونه محکمې ته وړاندي کړي.

د یادونې وړ ده چې عقایدالله تحقیقات کونکو ته ویلي دي چې هغه دغه حمله د اسلامي دولت یا د داعش د ډلې لپاره کړي ده.

XS
SM
MD
LG