د لاس رسي وړ اتصالات

امان: امریکا افغانستان ته ۷ نوې هلیکوپټرې ورکړې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان دفاع وزارت وايي د امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره د اوو هلیکوپټرو مرسته وکړه.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي چې ټاکل شوې دغه هلیکوپټرې نن جمعه جولاۍ ۱۶ (چنګاښ ۲۵) د افغانستان هوايي ځواک ته وسپارل شي.

هغه ویلي چې په راتلونکو میاشتو کې به له افغانستان سره د نورو هلیکوپټرو مرسته هم وشي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تیره اونۍ وویل چې په نژدې ‏راتلونکي کې به ۷ بلک هاک الوتکې افغانستان ته را ورسېږي:" مخکې مې له يوه امريکايي جنرال سره خبرې کولې، و يې ويل چې۷ په دې اوونۍ کې او نورې په خپل نوبت را رسېږي."

امریکايي چارواکو تر دا مهاله له افغانستان سره د الوتکو د نوې مرستې په اړه څه نه دي ویلی. خو تر دې مخکې له دغه هیواد سره د الوتکو مرستې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی او تر بل هر وخت الوتکو ته اړتیا زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG