د لاس رسي وړ اتصالات

هند افغانستان ته څلور نورې جنګي‌ هلیکوپټرې ورکوي


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي چې هند افغانستان ته څلور نورې جنګي هلیکوپټرې ورکوي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، چې تېره اونۍ یې د هند د ملي‌ امنیت سلاکار په بلنه نوي ډهلي ته سفر کړی و، د هند د «ستراتیژیک نیوز انټرنېشنل» په نوم له یوې هندۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د دغو څلور «ام آی ۲۵» هلیکوپټرو څخه دوې به یې د روان ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې او دوې نورې به یې د جون او یا جولای میاشت کې افغانستان ته ورسېږي.

ښاغلي‌ محب ویلي"موږ به په مارچ میاشت کې دوې هلیکوپټرې تر لاسه کړو،دا یوه پروسه ده چې وخت به ونیسي، دوې نورې هلیکوپټرې به په جون یا جولای میاشت کې ورسېږي."

د ملي امنیت شورا دفتر د «مرغومې پر ۱۴مه» په یوې اعلامیې کې ویلي و چې ښاغلي‌ محب د هند د ملي امنیت شورا له سلاکار اجنېت دووال سره لیدنه کې پر دوه اړخیزه او څو اړخیزو همکارو ټینګار کړی و.

د هند د ملي‌ امنیت شورا سلاکار په دغه کتنه کې له افغانستان سره د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې، سیمه ییزې همکارۍ او په اقتصادي په برخو کې له افغانستان سره د مرستو ډاډ ور کړی و.

حمدالله محب له خپل هندي سیال سره
حمدالله محب له خپل هندي سیال سره

افغان چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې د دغه هلیکوپټرو رانیولو قرارداد په ۱۳۹۷ کال کې د افغانستان، هند او بلاورس ترمنځ لاسلیک شوی و چې له‌مخې به یې بلاروس څلور «ام ای ـ۲۵» هلیکوپټرې افغانستان ته سپاري.

ویل کېږي چې د دغه هلیکوپټرو بیه چې ۲۰ میلیون امریکايي ډالرو ته رسېږي هند یې ورکوي.

هند افغانستان ته څلور جنګي الوتکې پېري- ابدالي

هند تر دې وړاندې هم درې هلیکوپټرې افغانستان ته ورکړې وې.

دغه هېواد پر داسې مهال افغانستان ته څلور نورې هلیکوپټرې ورکوي چې په روان کال کې د افغان هوايي پوځ اته هلیکوپټرې لوېدلي، چې افغان پوځي چارواکو یې د غورځېدو لامل تخنیکي ستونزې بللې دي.

فراه کې د افغان پوځ هلیکوپټر سقوط کړی، ۲۵ تنه وژل شوي

ولې په اوو میاشتو کې د افغان پوځ ۷ الوتکې وغورځېدلې؟

هند د تېرو څو کلونو راپدېخوا له افغانستان سره په پوځي برخو کې د همکاریو ترڅنګ په بیارغنیزو او اقتصادي برخو کې همکارۍ کړي‌ دي.

دا په داسې حال کېده چې د امریکا متحده ایالاتو هم له افغانستان سره د بلک هاک هلیکوپټرو مرسته کړې ده.

له افغانستان سره مرسته شوي بلک هاک هلیکوپټرې
له افغانستان سره مرسته شوي بلک هاک هلیکوپټرې

​متحده ایالاتو تر دې مخکې ویلي و چې د افغان هوايي پوځ د لا پیاوړتیا په هدف به تر ۲۰۲۴ کال پورې ۱۵۹ بلک هاک هلیکوپټرې افغانستان ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG