د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د کابینې په اړه نړیوالو ډول ډول غبرګونونه څرګند کړي


د طالبانو د سرپرستې کابینې له اعلان وروسته چې له نیمایي زیات غړي یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لست کې شامل دي، یو شمیر هیوادونو یې په احتیاط سره هرکلی کړی او یو شمیر نورو هیوادونو او نړیوالو بنسټونو پرې نیوکه کړې ده.

د طالبانو ۳۳ کسیزه سرپرسته کابینه د سه شنبې په ورځ اعلان شوه چې ټولې څیرې یې د طالبانو غړي او یا ورپورې تړلي کسان دي او په ټوله شموله حکومت باندې د نړیوال ټینګار برعکس له طالبانو پرته بله څیره، اقلیتونه او یا ښځې د دوی په کابینه کې ندي شاملې شوي.

متحده ایالات

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د سرپرستې کابینې د یو شمیر غړو د اړیکو او سابقې په اړه اندیښنه لري او هغه ارزوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: "وینو چې د نومونو په خپاره شوي لست کې یوازې د طالبانو غړي او یا هم د هغوی نږدې همکاران لیدل کیږي او میرمنې پکې نشته. همداشان د یو شمیر کسانو د اړیکو او سابقې په اړه اندیښنه لرو."

په اعلامیه کې راغلي: "دا درک کوو چې طالبانو دا کابینه سرپرسته ګڼلې. خو بیا هم د طالبانو د عمل په اساس به قضاوت وکړو، نه د هغوی په الفاظو. خپل توقعات مو څرګند کړي چې افغانان د همه شموله حکومت د رامنځ ته کیدو مستحق دي."

جرمني

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د طالبانو د کابینې په ترکیب باندې د اندیښنې سربیره ویلي چې د خوشبینۍ لپاره یو کوچنی دلیل هم نشته.

هغه وویل: "د نورو ډلو له مشارکت پرته د انتقالي حکومت اعلان، په کابل کې د اعتراض کوونکو او خبریالانو پر وړاندې پرونی تاوتریخوالی داسې نښې نښانې ندي چې د خوشبینۍ انګیزه شي."

چین

چین چې پدې وروستیو کلونو کې یې د طالبانو سره خپل تماسونه زیات کړي د طالبانو د نوي حکومت جوړیدل یې د واک د تشې د ډکولو، د نظم د ټینګولو او د افغانستان د بیارغاونې لپاره یو اړین ګام بللی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین، د چهارشنبې په ورځ سپتمبر اتمه (وږي ۱۷) وویل: "هیله من یو چې د افغانستان نوي مقامات د افغانستان د ټولو قومونو او قشرونو غږ ته غوږ ونیسي چې د خپلو خلکو ارمانونه او د نړیوالې ټولنې توقعات پر ځای کړي."

جاپان

جاپان ویلي دي چې د طالبانو کړنې څاري او پدې اړه به د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو سره خپله همکاري جاري وساتي.

د جاپان د کابینې منشي کاتسونوبو کاتو، د چهارشنبې په ورځ وویل: "د طالبانو سره د خبرو په ګډون د یو شمیر هڅو له لارې خپل ټول کوښښ کوو چې د جاپانیانو او محلي [افغان] همکارانو چې [په افغانستان کې] پاته دي تضمین وشي."

ترکیه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، هم ویلي چې د افغانستان پیښې په غور څاري.

ښاغلي اردوغان د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته د رسمي سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل: "نه پوهیږم چې دغه موقته کابینه به څومره دوام وکړي. هغه څه چې ترسره کولای یې شو دادي چې دغه پیښه په دقت سره تعقیب کړو."

قطر

قطر ویلي دي چې طالبانو "له مصلحت‌" نه کار اخیستی او د یو لوړپوړي قطري مقام په وینا ددغې ډلې په اړه باید د هغو ی د کردار له مخې قضاوت وشي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لولو الخاطر، د فرانس پریس اژانس ته وویل: "هغوی [طالبان] تر ډیر له مصلحت‌ نه کار اخیستی. باید له دې فرصت نه استفاده وشي...او د هغوی څرګندو کړنو ته پام وشي."

میرمن الخاطر وویل پرته له هیڅ پوښتنې طالبان اوس په افغانستان کې واکمن دي، خو هغې پدې هکله چې آیا قطر به د طالبانو په مشرۍ د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپیژني او که نه څرګند ځواب وړاندې نه کړ.

اروپایي ټولنه

اروپایي ټولنې ویلي چې د طالبانو سرپرست حکومت د نظام په چوکاټ کې د نورو ډلو په شاملولو کې د طالبانو ناکامي په ډاګه کړه.

د اروپایي ټولنې ویاند وویل: "په ابتدایي تحلیل سره د اعلان شوي نومونو له مخې پوهیدای شو چې دغه [کابینه] د افغانستان د غني قومي جوړښت او مذهبي تنوع استازیتوب نه کوي او ټول شموله نده. هیله من یو چې د هغه څه شاهد واوسو چې طالبانو یې په تیرو اونیو کې ژمنه کړې ده."

ملګري ملتونه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یوناما په یوه اعلامیه کې په دغه حکومت کې د ښځو نشتون ته ګوته نیولې او ویلي دي، چې په افغانستان کې تلپاتې سوله د ټولشموله حکومت چې په کې ښځې هم معنی دار حضور ولري ټړاو لري.

د ملګرو ملتونو د سازمان د ښځو د ادارې رئیسې پمیلا پتن، ویلي چې د طالبانو په کابینه کې د ښځو نشتون د ښځو د او نجونو حقونو ته د درناوي په اړه ددې ډلې د ژمنو په هکله پوښتنې راولاړوي.

XS
SM
MD
LG