د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبانو دایکندي کې هزاره افغانان وژلي 


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

د بخښنې نړیوال سازمان نن سه شنبه اکتوبر پنځه (تلې۱۳) په خپل یو تازه راپور کې طالبان تورن کړي دي چې د دایکندي په ولایت کې یې ۱۳ هزاره افغانان وژلي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې دا پېښه د اګست په ۳۰ نېټه شوې ده. وايي په وژل شویو کسانو کې د حکومت ۱۱ تسلیم شوي سرتېري او دوه نور ولسي خلک شامل دي. په راپور کې دا وژل غیرقانوني بلل شوې.

طالبان د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته ننوتل او تر هغه مخکې نور ولایتونه هم ورته تسلیم شوي وو.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې په دې اړه یې ویدیوګانې او تصویرونه هم ترلاسه کړي او تصدیقوي چې دا کار شوی دی. دوی په طالبانو غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې د «کسات اخیستلو وحشي اعمال» بند کړي.

د دغه سازمان په اعلامیې کې راغلي دي: «دا بې عاطفې عمدي وژنه دا خبره بیا تائیدوي چې طالبان د خپل لومړي دور (۱۹۹۶-۲۰۰۱) په څېر په افغانستان کې وحشتناکې سرغړنې کوي.»

د امریکا غږ هڅه وکړه چې د بخښنې د نړیوال سازمان د دغه راپور په اړه د طالبانو نظر واخلي، خو بریالۍ نشوه.

دا راپور داسې مهال خپریږي چې طالبان وايي دوی «ټولو ته د عمومي بخښنې»‌ اعلان کړی دی.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب، چې د ملا عمر زوی دی، په خپلو طالب جنګیالیو غږ کړی چې د تېر حکومت له کارکوونکو او سرتېرو ته دې زیان نه رسوي.

ده ویلي وو چې له ځینو سیمو راپورونه ورغلي چې طالبانو «ځینې خلک» وژلي دي خو وايي چې د محکمې له پرېکړې پرته باید دا ډول هېڅ کار ونشي.

د بشري حقونو نور سازمانونه هم وايي چې طالبانو د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې د مخکني حکومت خلک وژلي، وهلي، ځورولي او بندیان کړي دي.

XS
SM
MD
LG