د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې جسدونه موندل شوي او کونړ کې ماشومان وژل شوي


د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي په جلال اباد ښار او دوو ولسوالیو کې د پنځو تنو وژل شوو کسانو د جسدونو پیدا کېدو خبر ورکړ.

ځايي مسؤلین وايي چې یاد کسان په ډزو سره وژل شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست سرپرست مولوي عطاءالرحمن فاتح نن جمعه سپټمبر ۲۴ (تلې دوهمه) امریکا غږ ته وویل چې یاد کسان په تیرو ۱۲ ساعتونو کې د ناڅرګندو کسانو لخوا وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو تر دا مهاله د وژل شوو کسانو د هویت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي او تر دا مهاله د دغه وژنو انګېزه هم معلومه نه ده.

یو شمېر عیني شاهدانو بیا ویلي چې له یادو کسانو څخه د درې تنو جسدونه نن سهار د جلال اباد ښار «فارم اډې» څخه تر لاسه شوي چې لاسونه یې شاته تړلي و.

تر دا مهاله د دغه کسانو د وژنې مسؤلیت کومې ډلې یا کس په غاړه نه دی اخیستی.

د یو بل خبر له مخې د کونړ ولایت روغتیايي مسؤلین او عیني شاهدان وايي، په دغه ولایت کې د یوې سرګلولې د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د سیمې د خلکو د معلوماتو په اساس دغه پېښه د کونړ ولایت په شلتن ولسوالۍ کې شوې ده او په خبره یې ټول قربانیان یې ملکي وګړي دي.

همدارنګه دوې ورځې مخکې په جلال اباد ښار کې په یوه وسله وال برید او ماین چاودنو کې چې ویل کیږي هدف یې طالبان و، دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. دوې ورځې مخکې د جلال اباد ښار «تانګ تېل» سیمه کې د طالبانو پر یوه موټر وسله وال برید کې دوه طالبان او یو ملکي وګړی وژل شوي و.

د عزت الله په نوم یوه عیني شاهد اسوشېټیډ پرس خبري آژانس ته ویلي و چې بریدګرو له یوه ریکشا څخه تر کښته کېدو وروسته ډزې پیل کړې. هغه ویلي چې په دغه پېښه کې دوه طالبان او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.

اسوشېټيډ پریس ویلي و چې طالبانو دغه دوه بریدونه تائید کړي و، خو ویلي و چې د دغه دواړو پېښو قربانیان ملکي وګړي و.

XS
SM
MD
LG