د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: پنجشیر کې د مقاومت لږې نښې ولیدل شوې


طالب وسله وال په پنجشیر کې
طالب وسله وال په پنجشیر کې

د امریکا مشهوره ورځپاڼه نیویارک ټایمز وايي چې خبریالان یې د پنجشیر ولایت ته تللي او هلته یې حالت له نژدې څارلی دی.

د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي دي چې په پنجشیر کې د مقاومت او جکړې کمې نښې لیدل کېږي او طالبان واکمن دي.

طالبان د اګست په ۱۵ نېټه له جګړې پرته کابل ته ننوتل او غوښتل یې چې پنجشیر هم له جګړې پرته ونیسي، مګر هلته د احمد مسعود په مشرۍ «د ملي مقاومت جبهې» مقاومت وکړ او هغوی وویل چې تر وروستي جنګیالي پورې به د طالبانو په وړاندې وجنګېږي.

د سپټمبر په شپږمه طالبانو ادعا وکړه چې د پنجشیر ټول ولایت یې ونیوه. دا د طالبانو لپاره په داسې یوې سیمې د کنټرول ترلاسه کول اوبریا وه چې په اتیایمو کلونو کې یې د پخواني شوروي او له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې یې د طالبانو ګڼ تعرضي بریدونه په شا تمبولي وو.

د نیویارک ټایمز خبریالانو تیره اونۍ د سه شنبې په ورځ د طالبانو له خوا د افغانستان تر نیول کېدو وروسته په لومړي ځل دغې درې ته سفر وکړ. د سړک په غاړو د «ملي مقاومت د جبهې» د پخوانیو وژل شویو جنګیالیو عکسونه څېرې کړل شوي وږ، ترافیکي ګڼه ګوڼه نه وه، په سړک باندې د څارویو ګلې روانې وې او د درې د خاموشۍ فضا کله ناکله د طالبانو د ترانو انګازو ماتوله.

د مقاومت د جبهې یو ویاند علي میثم نظري وویل چې جنګ لا پای ته نه دی رسیدلی.

ښاغلي نظری د وټسپ له لارې نیوریاک ټایمز ته وویل"زمونږ ځواکونه د درې په لر او بر کې موجود دي. روسانو هم پنجشیر ته په ننوتلو د بریالیتوب دعوه کړې وه او د څو ورځو او اونیو لپاره هیڅ جنګ ورسره نه و شوی. په اتیایمو کلونو کې به مجاهدینو انتظار ویسته اوپه مناسب وخت کې به یې برید کاوه."

خو د دغه ولایت په شاوخوا ۶۴ کیلومتره ساحه او د ولایت په مرکز بازارک کې تر سفر کولو وروسته خبریالانو ته معلومه شوه چې جنګ حد اقل د اوس لپاره پای رسیدلی دی او پاتې مقاومت په هغو غرنیو سیمو پورې محدود دی چې په پښو او موټرو باندې ورتګ ورته امکان نه لري.

د پنجشیر ډیرخلک له جنګ وړاندې تښتېدلي وو اوکوم کسان چې پاتې و له ګرانۍ او د خوړو له کمښت څخه یې سرټکاوه.

د جنګ پرمهال او هم د جنګ له پای ته رسېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواګې طالبانو د مقاومت له جنګیالیو او ولسي خلکو سره زور زیاتی کړی دی، خو د کور په کور پلټنې، د خلکو د نیونې او یا اعدامونو د قضیو ثابتول چې طالبان ورڅخه انکارکوي، ډیر سخت او ناممکن دي.

برق اود مبایل تیلیفون پایې قطع شوې وې او د معلوماتو داسې یوه خلا یې رامنځته کړې وه چې د ټول وژنو او قومي تصفیې له ناسمو ادعا ګانو ډکه وه. یوه ویډیو چې ډیره شریکه شوې وه ادعا کېدله چې د پاکستان ډرون الوتکو د درې پرسر فعالیت کاوه په اصل کې د یوه ویډیو ګیم یوه برخه وه. بله ویډیو له یوه کور څخه چې ادعا کېدله د امرالله صالح کور دی دډالرو د پیداکېدو په هکله وه، یوشمیر طالب چارواکو دغه ویډیو تائید کړېده او یو شمیر نورو وویل چې حقیقت یې نه درلود.

د بشري حقونو د څار ډلې د اسیا د برخې یوه مسئوله پټریشیا ګاسمن وايي د هغوی سازمان د ظلم او زور زیاتي په بې شمیره ادعاوو باندې څېړنه کوي خو په تائیدولو کې یې له ستونزو سره مخامخ دی. هغې وویل " په ټولنیزو رسنیو کې د ناتائید شویو معلوماتو یو لوی برف کوچ راغلی، په کارده چې د ډله ایزو وژنو د ادعاوو او نورو زور زیاتیو دقیقه پلټنه وشي."

د سباوون په نامه د طالبانو د یوې دوه سوه کسیزې قطعې قومندان وویل "په پنجشیر کې نور جنګ پای ته رسیدلی. اوس به سوله راځي. کومو کسانو چې وسله په ځمکه کېښوده مونږ یې هرکلی وکړ، او کومو کسانو چې جنګ وکړ پایله یې ورته ښه نه وه."

سباوون او ملګري یې د شمالي ولایتونو اوسېدونکي دي او د بغلان له لوري بازارک ته راغلي وو.

د بازارک جنوب پلو ته په سرک باندې د جنګ ډیرې کمې نښې لېدل کیږي. په ځینو ودانیوباندې د ګولیو نښې او ماتې ښېښې لیدل کیږي.

په بازارک کې یو جراحي او نسايي ولادي روغتون د ایمر جنسي انجیو په نامه یوې ایټالوي موسسې له خوا چلول کیږي. د دغه روغتون یوه مسئوله وايي د بازارک ډیر خلک له جنګ مخکې وتلي وو په همدې خاطر په جنګ کې دومره تلفات نه و او دوی یواځې د ۶۰ او ۷۰ ټپي کسانو درملنه کړېده.

د دره هزاره په سیمه کې په غلیظې پنجشیرۍ لهجې غږېدونکي ځینې وسله وال کسان موجود وو. یوه وسله وال وویل چې دوی د پخواني حکومت تر چتر لاندې خدمت کاوه خو زیاته یې کړه که څه هم نور د طالبانو په وړاندې مقاومت نه کوي خو لاتراوسه تسلیم شوي نه دي. هغه وویل د پنجشیر نوی والي قاري قدرت الله له سپین ږیرو سره په خبرو بوخت دی چې د سولې ایزې تسلیمۍ په هکله پریکړه وکړي.

د طالبانو د نظامي کمیسیون یوه چارواکي د دغو کسانو د تسلېمېدو خبره رښتیا وبلله خو د مقاومت د جبهې ویاند میثم نظري رد کړله.

څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د مسعود د قبر د ځینو برخو د خرابېدو ویډیوګانو نشر شولې او په طالبانو تور لګول شوی و چې دغه کار دوی کړی دی. خو د قبر لپاره د طالبانو یوه ګومارل شوي ساتونکي وویل دا کار مونږ نه دی کړی بلکه ولسي خلک دلته راغلي و او ښېښې یې ماتې کړېدي.

طالبانو د مسعود مقبره بیرته رغولې ده.

له بلې خوا کوم کسان چې له دغې درې وتلي، نه پوهیږي چې کله به بیرته خپلوکورونو ته ستانه شي.

د سحر په نامه یوه ۱۷ کلنه نجلۍ وايي‌ کله چې طالبان پنجشیر ته ننوتل نو دوی خپل ځان په کور کې پټ کړ او فکر یې کاوه چې د مقاومت جنګیالي په طالبان په شا وتمبوي، خوداسې ونشول او جنګ ورو ورو د دوی کور ته ورنږدې شو.

هغه وايي‌ زمونږ ګاونډیانو په تېښتې پیل وکړ، او دوی هم اړ شول چې خپل کور پرېږدي، هغه وايي تره او د تره زوی یې د دوی کلي ته نږدې پوسته کې طالبانو ودرول او له وهلو ټکلو وروسته یې ورته ویلي و چې خپله وسله ورته تسلیم کړي او د مقاومت دجنګیالیو په هکله معلومات ورکړي.

هغه وايي له پنځه ورځو پیاده مزل کولو وروسته دوی له پنجشیر څخه ووتل او اوس په کابل کې د خپلوانو کره اوسېږي او نه پوهیږي چې کله به بیرته پنجشیر ته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG