د لاس رسي وړ اتصالات

د روسي ځواکونو په ایستلو د لویدیځ شک؛ مسکو: د ځواکونو ایستل وخت نیسي


روسي ټانکونه
روسي ټانکونه

کریملن د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۷ (سلواغې ۲۸) وویل چې د اوکراین له پولې څخه د روسي ځواکونو ایستل چې تمرینونه یې بشپړ کړي، وخت نیسي، خو متحده ایالات او د اوکراین نور متحدین وایي د روسي پوځ د وتلو کومه نښه نښانه نه لیدل کیږي.

یو لوړپوړي امریکایي چارواکي د چهارشنبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل سره له دې چې روسیه وایي بېرته خپلو اډو ته د یو شمیر پوځي ټوليو استول پیل کوي، په حقیقت کې یې ۷۰۰۰ نور سرتیري هم د اوکراین سره سرحد ته لیږدولي دي.

دغه چارواکی وایي: «روسانو همداشان پدې وروستیو ورځو کې ویلي چې دوی په دپلوماسۍ کې ښکیل کیدو ته تیار دي لکه څنګه چې مونږ او زمونږ متحدینو په وار وار ورته وړاندیز کړی...خو هر هغه نښه نښانه چې مونږ یې وینو هغه داده چې هغوی [روسان] یواخې په عامه توګه د خبرو وړاندیز کوي او د تشنج د کمولو ادعا کوي، پداسې حال کې چې په خصوصي توګه د جګړې لپاره تیاری نیسي.»

روسیې دا خبره رد کړې چې ګواکې پر اوکراین باندې د برید کولو پلان لري، او د امنیتي ضمانت غوښتنه یې کړې او ویلي یې دي چې اوکراین او د پخواني شوروي اتحاد نور جمهوریتونه باید د ناټو په غریتوب ونه منل شي.

متحده ایالاتو او د ناټو تړون په وار وار ویلي چې دغه غوښتنې د منلو وړ ندي او د جنورۍ په میاشت کې یې روسیې ته په یو لیک کې د دپلوماتیکو هڅو له لارې د اوکراین د کړکیچ د سوله ییز حل کولو وړاندیز وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۷ وویل چې روسیه به د متحده ایالاتو لیک ته د نن ورځې په اوږدو کې ځواب ووایي.

همداشان د پنجشنبې په ورځ اوکرایني ځواکونو او د اوکراین په ختیځ کې اوکرایني یاغیان چې روسیه یې ملاتړ کوي پر یو بل باندې د اوربند څخه د سرغړونو ادعاوی کړې دي.

د کریملن ویاند دیمیتري پیسکوف وویل روسیه د تاوتریخوالي له پراخیدو څخه سخته اندیښمنه ده.

XS
SM
MD
LG