د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: په اوکراین د روسیې د یرغل امکان اوس هم شته


د امریکا جمهور رئیس جوبایډن
د امریکا جمهور رئیس جوبایډن

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د سه شنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغې ۲۶) وویل واشنګټن په دې باور دی چې په اوکراین د روسیې برید 'تر اوسه هم ډیر امکان لري'.

خو ښاغلي بایډن د روسیې له جمهور رئیس لادمیر پوتین څخه غوښتل چې خبرو ته دوام ورکړي او پرته له دې له ناوړه عواقبو سره مخ کیدای شي.

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس وویل: "دویمه نړیواله جګړه د ضرورت یوه جګړه وه... که روسیه په اوکراین برید وکړي دا به د انتخاب جګړه وي او یا هم له دلیل پرته جګړه. زه دا موارد د تحریک کولو لپاره نه وایم بلکې حقیقت وایم، ځکه حقیقت مهم دی. حساب کتاب مهم دی."

د امریکا جمهور رئیس وویل که روسیه په راتلونکو ورځو او اوونیو کې برید وکړي د اوکراین لپاره به انساني تلفات او د روسیې لپاره به ستراتیژیک قیمت ولري.

ښاغلي بایډن څرګنده کړه که روسیه په اوکراین برید وکړي له شدیدو نړیوالو غندنو سره به مخ شي او نړۍ به د روسیې له خوا بې دلیله وژنې او ویجاړۍ هیرې نکړي.

ولسمشر بایډن بیا ټېنګار وکړ چې که برید وشو، واشنګټن او ایتلافیان به یې قوي ځواب ورکړي.

وروسته له هغه چې مسکو اعلان وکړ له اوکراین سره په پوله کې دېره خپل یو شمیر پوځیان وباسي، د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د سه شنبې په ورځ فبروري ۱۵ وویل چمتو دی له امریکا او ناټو سره په اروپا کې د میزایلو د ځای پرځای کیدو او نظامي تمرینونو په اړه خبري اتري وکړي.

ښاغلي بایډن وویل که روسیې د اوکراین له پولې خپل یو شمیر پوځیان ایستلي وي، ښه اقدام دی خو نوموړي د اوکراین او ناټو چارواکو اندیښنو ته په اشارې وویل، متحدینو تر اوسه د اوکراین له پولې څخه د روسیې شاه تګ ندی تائید کړی.

د روسیې دفاع وزارت له خوا د خپرو شویو ټانکونو عکس چې له تمریونو د ستنیدو په حال کې دي
د روسیې دفاع وزارت له خوا د خپرو شویو ټانکونو عکس چې له تمریونو د ستنیدو په حال کې دي

د امریکا جمهور رئیس همدارنګه وویل امریکایي شنونکو ویلي دي چې روسیه تر اوسه هم د اوکراین په وړاندې د تهدید په موقف کې ده او روسیې تر اوسه هم اوکراین سره په پوله او بلاروس کې خپل څه باندې ۱۵۰ زره پوځیان ساتلي‌ دي.

ښاغلي بایډن یوځل بیا وویل چې په اوکراین د روسیې د برید په صورت کې هیواد یې له مسکو سره د مقابل کیدو هڅه نه کوي خو خبرداری یې ورکړ که روسي ځواکونه په اوکراین کې په امریکایي ځواکونو برید وکړي، واشنګټن به سخت ځواب ورکړي.

د روسیې او غرب ترمنځ په وروستیو میاشتو کې روابط له هغه وروسته خراب شول چې مسکو له اوکراین سره په پوله کې شاوخوا ۱۳۰ زره پوځیان ځای په ځای کړل او په وروستیو اوونیو کې یې څه باندې ۲۰ زره نور سرتیري له بلاروس سره د مشترکو نظامي تمریونو لپاره هغه هیواد ته واستول.

غربي هیوادونو له روسیې غوښتي دي چې د اوکراین له پولې خپل پوځي تجهیزات او سرتیري وباسي خو مسکو بیا له ناټو غوښتي دي چې د اروپا په ختیځ او مرکزي برخو کې خپل تمرینونه کم کړي.

روسیې همدارنګه له غربي هیوادونو غوښتي دي چې اوکراین ته د ناټو په سازمان کې غړیتوب ورنکړي ، هغه غوښتنه چې امریکا رد کړې او ویلي دي چې دا ډول غوښتنې د بحث وړ ندي.

XS
SM
MD
LG