د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي ځواکونه د پولنډ او اوکراین پولې ته نژدې ځای په ځای شوي 


په پولنډ کې امریکایي ځواکونه
په پولنډ کې امریکایي ځواکونه

په لسګونو امریکایي پاراشوتي ځواکونه د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۶ د اوکراین پولې ته نژدې د پولنډ په یو هوایي ډګر کې کښته شوي دي.

دا ځواکونه د روسیې سره د کړکیچ د زیاتیدو په نتیجه کې په ختیځه اروپا کې د ناټو تړون د ملاتړ لپاره د استول کېدونکو امریکایي ځواکونو یوه برخه ده.

د فرانس پرس اژانس خبریالانو لیدلي چې ځواکونه د سي ۱۷ پوځي بوینګ ترانسپورتي الوتکې څخه د اوکراین د پولبې په ۱۰۰ کیلومترۍ کې د پولنډ په یو هوایي ډګر کې پلي شوي او په بسونو کې سپاره شوي دي.

شاوخوا لس نور امریکایي سرتیري لیدل شوي چې په دوو بلک هاک هیلیکوپترو کې سپاره شوي، دوه چینوک هیلیکوپترې هم د کښته کیدو په حال کې لیدل شوي. زرهی وسایط، پوځي لارۍ، کانټنرونه او په لسګونو سرتیري په دې هوايي ډګر کې په یو تازه جوړ شوي کمپ کې لیدل شوی دي.

یو سرتیري چې د کمپ په لور د تالاشۍ د پوستې په جوړولو بوخت وو، ددې پوښتنې په ځواب کې چې څومره دلته پاته کیږي، د نوم د نه څرګندولو په شرط فرانس پرس ته ویلي چې «اوس لا مونږ نه پوهیږو.»

د فبرورۍ د پنځمې نیټې راهیسې د امریکا په شمالي کارولینا کې میشت د ۸۲ هوایي ځواک سرتیري د پولنډ د جاسیونکا ښارګوټي په هوایي ډګر کې ښکته کیږي. له دغه هوایي ډګر څخه ملکي پروازونه هم کیږي.

متحده ایالاتو ویلي چې غواړي په موقته توګه د اوکراین په پوله د روسیې ځواکونو د ځای پر ځای کیدو په غبرګون کې شاوخوا ۴۷۰۰ سرتیري اروپایي ټولنې او د ناټو غړي هیواد پولنډ ته ولیږدوي.

ددغو تازه سرتیرو په استولو سره په پولنډ کې د امریکایي ځواکونو شمیر شاوخوا ۱۰۰۰۰ ته رسیږي.

ددغو ځواکونو قوماندان کرس ډوناهو (Chris Donahue) چې د افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو پر وخت وروستی امریکایي پوځي و چې له هغه هیواد نه ووت، خبریالانو ته ویلي چې ځواکونه به «که اړتیا وي د ناټو د هرې برخې دفاع وکړي.»

د هغه په وینا «دغه لیږدونه د احتیاط له مخې کیږي چې په ډله ییزه توګه د هر ډول جګړه ییزو اهدافو مخنیوی وشي. دا په اصل کې دفاعي ماهیت لري.»

XS
SM
MD
LG