د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: طالبان دې د هلمند اوبو معاهدې اړوند ژمنې عملي کړي


د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د هلمند اوبو اړوند معاهدې د عملي کېدو په اړه ټلیفوني خبرې کړي دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه جون ۲۴ (چنګاښ درېیمه) په یوه اعلامیه کې د ښاغلي عبداللهیان له قوله ویلي: " جدي غوښتنه لرو چې په افغانستان کې د حاکم سرپرست حکومت پلاوی د هلمند او سرحدي اوبو په اړه د شوي هوکړي او متقابلو مسؤلیتونو په برخه کې جدي او لازمه همکاري وکړي او د دغه مسئلې حل د دواړو هیوادونو او ملتونو ترمنځ د همکارۍ او دوستۍ د پیاوړتیا سبب وګرځوي."

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بیا په یوه اعلامیه کې د هلمند اوبو د معاهدې یادولو پرته ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له امیر خان متقي سره په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې په اړه غم شریکي ښودلې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان په دغه ټلیفوني خبرو کې له کابل څخه هغه هیواد ته د کرنې او مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د یو پلاوي د استولو غوښتنه کړې او کابل ته د هلمند اوبو د معاهدې په اړه د دوه اړخیزو مشورو لپاره یې د ایران د تخصصي ټېم د استولو هر کلی کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: "د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي امیر عبداللهیان لومړۍ په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله د اغېزمنو شویو هیوادوالو پوښتنه وکړه، شهیدانو ته یې د مغفرت دعاء وکړه او زخمیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه،دغه راز ښاغلي عبداللهیان محترم متقي صاحب ته ډاډ ورکړ چې له زلزله ځپلو سره به لازمې مرستې ترسره کوي."

د افغانستان او ایران دولتونو د هلمند د اوبو د ویش پر سر د ۱۳۵۱ کال په وروستیو کې د پخواني صدراعظم موسی شفیق په وخت کې یوه معاهده لاسلیک کړې چې له مخې یې افغانستان باید هرکال ۸۱۷ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د اوبو او انر ژۍ وزارت د فبرورۍ ۱۱ (سلواغې ۲۲) ویلي و چې «اسلامي امارت» د هلمند سیند د حوزې د اوبو مدیریت په اړه د ۱۳۵۱ کال معاهدې سره په بشپړه توګه موافق دی.

په یاده اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان اسلامي امارت د هلمند سیند حوزې د اوبو مدیریت په تړاو معاهدې د تخنیکي محتویاتو سره ټولو موادو،حقوقوي اساساتو ضمائمو (پروتوکولونو) ته چې د هلمند د اوبو په اړه په ۱۳۵۱ کې د افغانستان او ایران د دولتونو ترمنځ پرې توافق شوی، په کامل صورت سره موافقت لري."

ایران ته ددې سیند د حوزې د بهېدونکو اوبو په اړه له ډير راپدېخوا بحثونه کیږي او ویل کیږي چې ایران ته هر کال په معاهده کې له ټاکل شوي اندازې څخه څو برابره زیاتې اوبه بهیږي.

د ایران حکومت په دې وروستیو کې د هلمند سیند د حوزې د تېرېدونکو اوبو لپاره په نیمروز ولایت کې د کمال خان د بند پر جوړېدو باندې هم اندېښنه ښودلې ده.

تر دې مخکې د افغانستان د اوبو او برېښنا په وزارت کې د کابل د حوزې د برخې مشر معروف مسیر امریکا غږ ته ویلي و چې له ایران سره د اوبو د تړون په اساس افغانستان په "هره ثانیه کې ایران ته ۲۶متر مکعبه اوبه ورکوي چې د کال ۸۰۰ میلیونه متر مکعب اوبه" کیږي.

د ښاغلي مسیر په وینا په تېرو ۲۵ کلونو کې په افغانستان کې جنګونه وو، د اوبو تنظیم ستونزمن و او د هلمند له سیند نه ایران ته د کال شاوخوا درې میلیارده متر مکعبه اوبه ورتلې.

د افغانستان په څیر ایران هم د سختې وچکالۍ سره مخ دی، چې له امله یې د افغانستان په ګاونډ کې پراته ولایتونه د وچکالۍ سره مخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG