د لاس رسي وړ اتصالات

کابل: تهران سره د هلمند د اوبو پر مسئلې بحث ته اړتیا نشته


د پخواني پادشاه محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د افغانستان په خاوره کې د هلمند د رود په سر د کجکي د بریښنا بند هم جوړ شوی.
د پخواني پادشاه محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د افغانستان په خاوره کې د هلمند د رود په سر د کجکي د بریښنا بند هم جوړ شوی.

افغان حکومت د ایران د بهرنیو چارو د وزیر پر هغو څرګندونو غبرګون ښودلی چې وایي افغانستان سره د اوبو د لانجې هوارول غواړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان او ایران ترمځ د ۱۳۵۱ نړیوال تړون دا مسئله په ښه ډول حل کړې ده او نور بحث ته پرې اړتیا نه لیدل کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیر احمد اندیشه د سه شنبې په ورځ (وږي ۶مه) د هلمند د اوبو د ویش او حقابې په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل چې افغان حکومت له ایران سره له مخکې خبرې پیل کړي او کابل په دې برخه کې تهران سره کومه ستونره نه ویني.

ښاغلي ظریف د "شبکه سه"په نوم د ایران د دولتي تلویزیون ته په مرکې کې ویلي دي چې د افغانستان سره د اوبو د ستونزې د حل لپاره به له هرې ممکنې لارې کار واخلي.

خو ښاغلي اندېشه وویل چې د افغانستان او ایران ترمنځ ۱۳۵۱ کال د اوبو تړون په دې برخه کې پوره وضاحت لري.

هغه وویل "نهمه ماده يې په ډیره څرګنده توګه وايي، چې که چیرې هم د اوبو د اندازې په برخه کې اختلاف رامنځ ته کیږي، تاسو کولی شئ دغو دریو میکانیزمونو ته مراجعه وکړئ، دغه میکانیزمونه زمونږ په مخ کې دي او مونږ هره شیبه دې ته چمتو یو، چې په دغو میکانیزمونو کې شامل اوسو او که د اوبو د زیاتوالی یا کمیدو په اړه سوالونه موجود وي، هغه څه دي، چې پخپله په دې ماده یې وړاندوینه شوې ده".

ښاغلي اندیشه وویل، دې ته اړتیا نشته، چې څوک پر چا فشار راوړي اوړي. هغه وویل" زه فکر کوم فشار ته اړتیا نشته مونږ د ایران اسلامي جمهوریت سره ډیرې ښې او دوستانه اړیکې لرو".

هغه ویلي، چې دا مسله له نږدې څارې، خو هغه دا ومنله، چې په دې اړه موافقې ته رسیدل یو څه وخت ته اړتیا لري. ایراني چارواکو پخوا هم په دې اړه څرګندونې کړې وې او د اوبو د ویش څخه یې سرټکولی وو.

د افغانستان د اوبو او برېښنا په وزارت کې د کابل د حوزې د برخې مشر معروف مسیر امریکا غږ ته ویلي دي له ایران سره د اوبو د تړون په اساس افغانستان په "هره ثانیه کې ایران ته ۲۶متر مکعبه اوبه ورکوي چې د کال ۸۰۰ میلیونه متر مکعب اوبه" کیږي.

د ښاغلي مسیر په وینا په تېرو ۲۵ کلونو کې په افغانستان کې جنګونه وو، د اوبو تنظیم ستونزمن و او د هلمند له سیند نه ایران ته د کال شاوخوا درې میلیارده متر مکعبه اوبه ورتلې.

د افغانستان د پخواني پادشاه محمد ظاهرشاه د واکمنۍ په وروستیو کې محمد موسی شفیق د صدارات په دوره کې د ایران د صدراعظم امیر عباس هویدا سره د هلمند د اوبو د حقابې تړون لاسلیک کړی وو.

د افغانستان په څیر ایران هم د سختې وچکالۍ سره مخ دی، چې له امله یې د افغانستان په ګاونډ کې پراته ولایتونه د وچکالۍ سره مخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG