د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان طالبانو ته: 'ویسا پرته له ځنډ او قیدوشرط څخه' خوشې کړئ


مطیع الله ویسا د قلم د لارې د ټولنې مشر (ارشیف)
مطیع الله ویسا د قلم د لارې د ټولنې مشر (ارشیف)

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې د سرپرست عبدالحق وثیق په ادارس په یو خپور کړي غوښتنلیک کې پرته له ځنډ او قیدوشرط څخه د مطیع الله ویسا د خوشې کیدلو لپاره یو کمپاین پیل کړی دی.

په دې غوښتنلیک کې، چې د پنجشنبې د ورځې ناوخته اپریل شپږم ( حمل ۱۷) خپور شوی د "قلم د لارې" د ټولنې د مشر او د نجونو د زده کړو د ملاتړي مطیع الله ویسا د خوشې کیدو سربیره د طالبانو د استخباراتو د ادارې څخه غوښتل شوي، چې د هغو کسانو د خپلسر نیولو او شکنجه کولو څخه دې په فوري ډول لاس واخلي، چې په سوله ییز ډول د زده کړو د حق لپاره مبارزه کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان همداشان ددغه کمپاین په ترڅ کې طالبانو حکومت ته په خطاب کې ویلي: " په فوري او پرته له قیدو شرط څخه مطیع الله ویسا خوشې کړئ. په عاجل ډول د ټول عمر لرونکو نجونو ته د هلکانو سره په مساوي ډول په ښوونځیو کې د زده کړو په اجازه ورکولو سره د ښوونې او روزنې په برخه کې د تبعیض پر ضد د کنوانسیون درناوی وکړئ".

د مارچ د تیرې میاشتې په ۲۷ مطیع الله ویسا هغه مهال د طالبانو د استخباراتو د کارکوونکو له خوا ونیول شو، چې د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د خوشال خان په سیمه کې د "ویس قرني" په نوم د یو جومات څخه د لمانځه د اداکولو وروسته د وتلو په حال کې و.

د بخښنې د نړیوال سازمان د راپور له مخې طالبانو امنیتي ساتوونکو د مطیع الله ویسا د نیولو یوه ورځ وروسته د هغه په کور برید وکړ او د ښاغلي ویسا شخصي موبایل تیلیفونونه او لپ ټاپ کمپیوټر يې له ځان سره یوړل.

د مطیع الله ویسا د نیولو دوه ورځې وروسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ سره په مرکه کې د طالبانو له خوا د " قلم د لارې" د ټولنې د مشر نیول تائید کړل.

ښاغلي مجاهد د امریکا غږ د حایل خپرونې سره په مرکه کې وویل: " د ویسا په نامه یو تن په خپلسر اقدمات کول، پرته له دې، چې نظام خبر کړي پټ او ښکاره غونډې یې جوړولې. بهر سره یې اړیکې لرلې او له بهر څخه یې هدایات ترلاسه کول".

د طالبانو د حکومت ویاند تور ولګوه، چې مطیع الله ویسا "د نظام پرخلاف کار کوه" و باید، چې تحقیقاتو ته غوښتل شوی وی.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، چې طالبانو ویسا په غیر قانوني کړنو تورن کړی او کورنۍ یې هغه سره د کتنې اجازه نلري او " د هغه نیولو پر وړاندې، د اعتراض لپاره هیڅ قانوني لاره هم شتون نلري".

د مطیع الله ویسا مشر ورور عطاالله ویسا د مارچ په ۲۹ ( حمل نهم) امریکا غږ سره په مرکه کې په خپل ورورلګیدلي تورنه رد کړل او ویې ویل، چې دا تورنه د توجیه وړ نه دي.

هغه وویل " زمونږ کړنې ښکاره وې. کوم کار، چې مونږ یې د ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې کوو ملت ته څرګند دی او ټولې نړۍ ته معلوم دی، د هیچا په ضرر او زیان نه و او د ملت په ګټه و. دا زمونږ انساني حق، مدني حق او اسلامي حق دی، چې ملت سره خبرې وکړو او ملت باید خپل حق ترلاسه کړي".

د " قلم د لارې" ټولنه د مدني ټولنې یوه اداره ده، چې د بخښنې د نړیوال سازمان د وینا پر اساس درې زره داوطلبان ددغې ټولنې له لارې په افغانستان کې د زده کړو حق ترویج لپاره مبارزه کوي.

د طالبانو د حکومت له خوا د مطیع الله ویسا د نیولو د اقدام پر وړاندې په نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي دي.

ددې دمخه د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د مدني فعالانو د نیولو او ځپلو په اقداماتو کې د زیاتیدو خبرداری ورکړی و.

XS
SM
MD
LG