د لاس رسي وړ اتصالات

عطاءالله ویسا په خپل ورور مطیع الله ویسا د طالبانو لګول شوي‌تورونه رد کړل


د ماشومانو د زده کړو د مدافع او د «قلم لار» َټولنې د مشر مطیع الله ویسا
د ماشومانو د زده کړو د مدافع او د «قلم لار» َټولنې د مشر مطیع الله ویسا

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت وايي، د ماشومانو د زده کړو مدافع او د «قلم لار» ټولنې مشر مطیع الله ویسا یې د «ناقانونه کړنو» په تور نیولی، خو د هغه ورور وايي چې دا تورونه د توجیه وړ نه دي.

د مطیع الله ویسا مشر ورور عطاءالله ویسا نن چهارشنبه مارچ ۲۹ (وري نهمه) له امریکا غږ سره خبرو کې د طالبانو لخوا پر هغه لګول شوي تورونه رد کړل.

نوموړي زیاته کړه: "زموږ کړنې علني وې، زموږ فعالیتونه علني وو، له ۲۰۰۹ څخه چې موږ کوم فعالیتونه کوو ملت ته معلوم دي ټوله دنیا ته معلوم دي، دا نه د چا په تاوان وې نه د چا په زیان وې، دا د ملت په ګټه وې، دا زموږ انساني، زموږ مدني، زموږ اسلامي حق دی چې له ملت سره موږ باید خبرې وکړو او ملت باید خپل حق تر لاسه کړي."

نوموړي زیاته کړې چې څو ځله له مطیع الله ویسا سره پر تیلیفون د اړیکې نیولو غوښتنه کړې، خو وايي چې مثبت ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت ویاند د نجونو د تعلیم د حق د مدافع او د «قلم لار» بنسټ ایښونکي مطیع الله ویسا نیول تائید کړل او هغه یې په "ناقانونه کړنو" تورن کړ.

ذبیح الله مجاهد د امریکاغږ د حایل خپرونې سره په یوې مرکه کې وویل چې: "د ویسا په نوم کوم شخص چې و خپلسري اقدامات یې درلودل بې له دې چې نظام په جریان کې واچوي پټې او ښکاره غونډې یې درلودې، له دباندې نه یې اړیکې درلودې او دستور له دباندې نه اخیسته."

د طالبانو دغه ویاند همداشان تور ولګاوه چې ویسا «د نظام پر ضد کار کاوه» او باید د تحقیقاتو لپاره نیول شوی وای. خو وضاحت یې ورنکړ چې څه ډول یې د «نظام په ضد کار کاوه او» په بهر کې یې له «چا او څنګه دستور» اخیسته.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت لخوا د ماشومانو د زده کړو د مدافع او د «قلم لار» َټولنې د مشر مطیع الله ویسا نیول کېدو ته په کور دننه او بهر د پراخو غبرګونونو په دوام د هغه پر خوشي کېدو ټینګار شوی دی.

د یادو غبرګونو په دوام د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ د طالبانو حکومت لخوا د مطیع الله ویسا د نیول کېدو په اړه خوشیني ښودلې او د هغه پر خوشي کېدو یې ټينګار کړی دی.

ښاغلي ویسټ زیاته کړې چې مطیع الله ویسا په ټول افغانستان کې د نجونو او هلکانو د زده کړو ملاتړ په برخه کې نه ستړي کېدونکې هڅې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: "هغه [مطیع الله ویسا] په ټول هیواد کې د هلکانو او نجونو د زده کړو لپاره نه ستړی کېدونکی او اغېزمن مدافع و.له طالبانو غواړو چې هغه خوشي کړي."

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن هم د طالبانو حکومت د استخباراتو لخوا د مطیع الله ویسا د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلي نیکلاسن زیاته کړې چې ویسا د ۲۰۰۹ کال راپدېخوا په افغانستان کې له سیمه ییزو ټولنو سره خبرو کې د نجونو او هلکانو ته د زده کړو ملاتړ کاوه. هغه زیاته کړې: "مطیع الله ویسا خوشي کړئ."

د یادو غبرګونونو په دوام د نجونو د تعلیم فعالې او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم د مطیع الله ویسا د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اغلې ملالۍ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي پداسې حال چې طالبان په افغانستان کې نجونې له تعلیم څخه منع کوي، د زده کړو اتلان هم نیسي. نوموړې زیاته کړې چې مطیع الله ویسا افغان نجونو او هلکانو ته ګرځنده ښوونځي او کتابتونونه برابر کړي و.

ملالۍ یوسفزۍ زیاته کړې: "طالبان باید هغه [ویسا] او ټول هغه کسان چې د ماشومانو د زده کړو په خاطر یې بندي کړي دي، خوشي کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت شارژدافیرې کرن ډاکر، د افغان نجونو او ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي رینا امیري او د بشري حقونو د ملاتړ نورو بنسټونو او د ټولنیزو رسنیو ګڼو افغان فعالانو هم د مطیع الله ویسا پر نیول کېدو خواشیني ښودلې او پر خوشي کېدو یې ټینګار کړی دی.

د ښاغلي ویسا مشر ورور عطاالله ویسا امریکا غږ ته ویلي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو یې ورور د تېرې دوشنبې په مازدیګر د کابل پنځمې حوزې خوشحال مېنې د (ویس قرني) جومات څخه نیولی او وړی دی.

تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم ویلي و چې طالبان باید د مطیع الله ویسا د نیول کېدو او ځای ځایګي په اړه معلومات ورکړي.

یوناما د سې شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري اتمه) همدارنګه ویلي چې طالب چارواکي باید پدې اړه هم ډاډ ورکړي چې مطیع الله ویسا قانوني وکالت ته لاس رسی لري.

دې دواړو وروڼو عطالله ویسا او مطیع الله ویسا په ۲۰۰۹ کال کې د قلم لار په نامه ټولنه په افغانستان کې جوړه کړه چې د فعالیت ډیر تمرکز یې د پوهنې په برخې کې دی.

هغوي آن د تیر جمهوري نظام په دورې کې هم په هغو سیمو کې د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره فعالیت کاوه چې ښوونځي پکې د بیلا بیلو دلایلو له کبله تړل شوي و.

XS
SM
MD
LG