د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د سفر په اړه د بښنې نړیوال سازمان خبرداری


له ډېرو کلونو راپدې خوا امریکا، هغو هېوادونو ته د سفر په اړه خلکو ته خبرداری او مشورې ورکوي چې ترهګرۍ ځپلي یا جګړه پکې روانه ده خو اوس د بښنې نړېوال سازمان او یو شمېر هېوادونو د وسله وال تشدد له امله امریکا ته د سفر په اړه مسافرینو ته خبرداری ورکړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان، جاپان، یوروګوای او یو شمیر نورو هیوادونو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې په امریکا کې د وسلو د تاوتریخوالو له امله د سفر کولو سره احتیاط وکړي.

په ۲۰۱۵ کال کې د جنوبي کارولینا په چارلسټاون کې د بایبل د مطالعاتو په یو محل کې ډزې او یو شمیر نورو پيښو ته په کتو، د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی او ویلي دي چې په امریکا کې وسلو ته په اسانه لاسرسي له امله د ژوند مختلفې برخې په یو ډول له خطر سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان څخه ارنیست کورسن وايي: " موږ تیره اوونۍ او یا هم تر هغه یوه اوونۍ وړاندې د ګارلیک یا د په فیستیوال کې ولیدل، کوم چې نورمال کلنی فیسیتیوال دی او خلک له خپلو کورنیو سره میلې ته ځي، خو اوس دا کار نه کیږي خلک نشي ورتللی. د والمارت مغازه کې هم ورته قصه ده."

دې خبرداریو جمهور رئیس ټرمپ په غصه کړی. نوموړي په دې اړه وویل:" ښه، زه دا نشم تصور کولای خو که دوی دا کار کړی وي، موږ به متقابل عمل وکړو. موږ د یو ملت په توګه چې زه یې مشر یم متقابل عمل کوو. کله چې یو څوک زموږ په وړاندې منفي عمل وکړي، د یو هیواد په توګه یې په وړاندې ورته عمل کوو."

یو شمیر کارپوهان د امریکا د اساسي قانون دویمې مادې ته اشاره کوي او وايي دا هیواد د وسلې د درلودو د حق په تضمین کې بې ساری دی.

د هیراتیج بنسټ څخه امي سویرر وايي:" دویمې مادې او همدارنګه ملکي افرادو سره د وسلو د شتون اوږده تاریخ ته په کتو ځینې وختونه دا نړیوالې ټولنې ته مشکله ده چې پوه شي په امریکا کې بحثونه څومره متفاوت دي."

خو اوس امریکایان مخ په زیاتیدونکي ډول په خپلو سیاسي مشرانو غږ کوي چې د وسلې له تاوتریخوالو یې وساتي.

په امریکا کې هر کال کابو ۴۰ زره کسان په وسلو وژل کیږي چې اکثریت یې د ځان وژنې پيښې دي.

کابو یوه اوونۍ وړاندې د امریکا د تګساس په ال پاسو او د اوهایو په ډیټن کې په دوو جلا پيښو کې دوو وسله والو کسانو ۳۱ کسان ووژل او ګڼ شمیر نور یې ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG