د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د خبریالۍ کار له ګواښ سره مخ دی


د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان رسنیو په خپرونو باندې د سانسور د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې په دغه هیواد کې د خبریالۍ کار له ګواښ سره مخامخ دی.

دغه سازمان د سه شنبې په ورځ مۍ درېیمه (غوايي ۱۳) د مطبوعاتو ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي اړتیا ده چې په افغانستان کې خبریالان او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه باید له وېرې او ګواښ پرته فعالیت وکړي.

دغه سازمان زیاته کړې چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته زیاتې رسنۍ د پاشل کېدو په حال کې دي په داسې حال کې چې دغه رسنۍ په تیر کې په خپلواکو راپور ورکولو کې شهرت لاره.

د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې رسنیو ته باید اجازه ورکړل شي چې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او په ازاد ډول فعالیت وکړي.

د دغه سازمان د معلوماتو په اساس په تیرو اتو میاشتو کې لږ تر لږه ۶۴۰۰ خبریالانو د رسنیو کار کوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او په دغه موده کې ۲۳۱ انځوریزې، غږیزي او چاپي رسنۍ بندې شوي دي.

یاد سازمان ټینګار کړی چې په افغانستان کې یو شمېر رسنۍ له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته ۸۰ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي نیول شوي او تاوتریخوالی ورسره شوی دی. دغه سازمان ټینګار کړی چې تر ټولو زیات زیان ښځینه خبریالانو ګاللی دی.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونو هم په دغه هیواد کې د رسنیو د فعالیتونو د سانسور او له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د چلند په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان هم تر دې مخکې ویلي وو چې د طالبانو حکومت په ولایتونو او ولسوالیو کې رسنۍ په پراخه کچه سانسور کړي او د خبریالانو سره یې تاوتریخوالی کړی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیر ایان مک کري چې دا مهال له قطر څخه فعالیت کوي د مطبوعاتو ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د مطبوعاتو د آزادۍ په نړیواله ورځ کې موږ باید د آزادو رسنیو اهمیت او د خبریالانو قربانۍ دواړو ته انعکاس ورکړو. موږ د مطبوعاتو د ازادۍ په ساتنه کې او هرچیرې چې تر برید لاندې را ځی د دوی قربانۍ ته درناوی او ستاینه کوو."

د طالبانو حکومت لخوا د خبریالانو پر کار او رسنیو پر فعالیتونو د سانسور زیاتوالي له امله پر داسې مهال اندېښنې ښودل کیږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستالې متي نودسن ویلي چې ازادۍ رسنۍ په افغانستان کې له «برید سره مخ» دي.

نوموړې زیاته کړې: "ازادې رسنۍ تر برید لاندې دي. خبري رسنۍ بندې شوې. خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي. لسګونه نور له هېواد څخه وتلي، خو ډیری پاتې يې د نامعلوم راتلونکي سره مخ دي."

اغلې نودسن پر مسؤلو چارواکو غږ کړی چې د خبریالانو لپاره د کار کولو مناسب چاپیریال او د دوی خوندیتوب تضمین کړي او په ځانګړي ډول د رسنیو د ښځینه کارکوونکو خوندیتوب ته پاملرنه زیاته کړي.

آغلې نوډسن پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې د افغانستان له خپلواکو رسنیو سره خپل ملاتړ پراخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند د کوچني اختر په مناسبت د بیان د ازادۍ په اړه په خپل پیغام کې ویلي چې دوی د بیان ازادۍ ته هم د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ژمن دي او د "سالمو او مثبتو" نشراتو حمایت کوي.

هغه ویلي دي: "زموږ ټول نشراتي ارګانونه هغه که امارتي دي او که آزاد، باید د خپل ولس ګټې په نظر کې ولري او د خپلو اسلامي معتقداتو او مشروع رواجونو په نظر کې نیولو سره مثبت او رغنده نشرات وکړي".

خو د طالبانو حکومت ویاندویانو تر دا مهاله د رسنیو د سانسور په اړه د بخښنې نړیوال سازمان د اندېښنو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG