د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ۴۰ سلنه رسنیو فعالیت بند شوی - راپور 


د افغانستان د بې پولې خبریالانو سازمان او د ازادو ژورنالستانو ټولنې د یو ګډ راپور په خپرولو سره ویلي چې پر دې هیواد باندې د طالبانو په واکمن کیدو سره په افغانستان کې د ۴۰ سلنه رسنیو فعالیت دریدلی دی او همداشان د ښځو په ګډون ۸۰سلنه خبریالان بیکاره شوي دي.

ددغه رپوټ د موندنو په اساس د روان کال د اګست له ۱۵څخه تر اوسه ۲۳۱رسنۍ پدې هیواد کې تړل شوي او اوس پدې هیواد کې ۳۱۲رسنۍ فعالیت کوي.

ددغو بنسټونو موندنې ښیي چې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په کابل او ولایتونو کې زیات شمیر رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي او اوسمهال په کابل کې له هرو دوو رسنیو څخه یواځې یوه یې فعاله ده.

پر خبریالانو اغیز

پدغه راپور کې چې د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۱ (لیندۍ ۳۰) خپور شو راغلي چې په کابل باندې د طالبانو واکمن کیدو پر خبریالانو په ځانګړې توګه په ښځو باندې منفي اغیز کړی او پدغه موده کې ۶۴۰۰خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

په راپور کې راغلي چې په افغانستان ښځینه خبریالانو تر ټولو زیات تاوان رسیدلی چې له هرو پنځو تنو څخه یې څلور تنه بیکاره شوي دي.

د افغانستان د بې پولې خبریالانو سازمان او د ازادو ژورنالستانو ټولنې ویلي: "په افغانستان کې د رسنیو د ۱۰۷۹۰کارکوونکو څخه ۸۲۹۰تنه نارینو او ۲۴۹۰ښځینه کارکوونکو له جملې څخه په ځانګړې توګه د زمري له ۲۴وروسته یواځې ۴۳۶۰تنه په دندو پاته دي."

دغه بنسټونو ویلي چې اوسمهال د افغانستان په زیاتو برخو کې هیڅ ښځینه خبریاله نشته، او د ۳۴ولایتونو څخه په ۱۵ولایتونو کې په رسنیو کې هیڅ ښځینه کارکوونکې نشته.

پر خبریالانو باندې د طالبانو فشار

د افغانستان د بې پولې خبریالانو سازمان او د ازادو ژورنالستانو ټولنې ویلي چې د پخواني حکومت په نسکوریدو او د طالبالنو په واکمن کیدو سره پدې هیواد کې د خبریالۍ کار "نور هم پیچلی" شوی دی.

په راپور کې ویل شوي: "خبریالان د راپور له جوړولو دمخه او وروسته باید د راپور موضوع د اطلاعاتو او کلتور وزارت د محلي مسولینو سره شریکه کړي او د اجازې وروسته خپل راپورونه جوړ کړي. په ځنو نورو ولایتونو کې رسنۍ مجبورې شوي د خبري او موسیقي پروګرامونو پر ځای مذهبي خپرونې وکړي."

دمخه تر دې د طالبانو د امر به معروف و نهی وزارت د نویو مقراراتو په ټاکلو سره ویلي وو چې له دې وروسته دې تلویزیوني شبکې داسې فلمونه خپلره نکړي چې "د شرعي اوصولو او افغاني ارزښتونو خلاف" وي او همداشان د داخلي او بهرنیو فلمونو خپرول چې په کې "د پردیو فرهنګ او عنعنات" انځور شوی وي او په ټولنه کې د "بد اخلاقۍ" سبب کیږي، منع شوي دي.

د رسنیو اقتصادي ستونزې

د افغانستان د بې پولې خبریالانو سازمان او د ازادو ژورنالستانو ټولنې پدې راپور کې ویلي چې د فشارونو سربیره په هیواد کې ډیرې رسنۍ د مالي او اقتصادي ستونزوړ سره لاس او ګریوان دي.

دغو بنسټونو ویلي چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د رسنیو سره مرستې بندې شوي او رسنیو د اعلانونو د کمیدو او نه شتون په وجه د عایداتو له ستونزو سره مخامخ دي.

د افغانستان د ازادو ژورنالستانو د ټ،لنې اجرائیه رئیس حجت‌الله مجددي وویل: "د نیمایي رسنیو بندیدل او د ۶۰۰۰دندو له منځه تلل په هیواد کې د بیان د ازادۍ او خبر رسونې لپاره یوه غمیزه ده. که نړیوال بنسټونه د خبریالانو او رسنیو سره مرسته ونکړي او که حکومت سمدستي اقدام ونکړي نیمې نورې رسنۍ او خبریالان به هم...د بندو شویو رسنیو په سرنوښت اخته شي."

پدې راپور کې د طالبلنو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد، له قوله ویل شوي چې هغوی هڅه کوي چې د خبریالانو او رسنیو د فعالیت د دوام لپاره ښه زمینه برابره کړي.

ښاغلي مجاهد دا منلی چې په یو شمیر ولایتونو کې ددې ډلې غړو د خبریالانو سره "بد چلند" کړی دی چې په وینا یې ددې کار د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.

XS
SM
MD
LG