د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې سازمان: ټولنه کې د افغان میرمنو څنډې ته کول د بشریت پر وړاندې جنایت دی


عکس ( ارشیف)
عکس ( ارشیف)

د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا د طالبانو له خوا په ټولنه کې د عام ژوند څخه د افغان میرمنو او نجونو د حذفولو په روانو پالیسو کلک انتقاد کړی او ویلي دي، چې باید د طالبانو سره د هغوی ددغو اقداماتو حساب وشي.

د بخښنې نړیوال سازمان د شنبې په ورځ جولای اول (چنګاښ لسم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو اقدامات د بشریت په ضد د جنایت سره اندازه کیدلی شي.

دغه سازمان ویلي، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو ژوند د هغوی د جنسیت پر اساس د ځورونو سره مخ دی او په دغه هیواد کې ښځې او نجونې د خپلو اساسي حقونو او ازادیو څخه محرومې شوې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلی: "ښځې او نجونې د خپلو اساسي حقونو او ازادیو څخه محرومې شوي. هغوی ته نور په عام ژوند او سیاسي ډګر کې د فعالیت او برخې اخیستنې اجازه نشته دی. د هغوی غږ چپ شوي او خوبونه یې له منځه وړل شوي او د زده کړو او مسلکي ودې لپاره ورڅخه فرصتونه اخیستل شوي، د لباس اغوستلو او ازاد ډول تګ راتګ څخه منع شوي او هغوی د خپلو سیورو پورې محدودې شوې دي".

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، اوس مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو د سرغړونې هرې خبرې ته په وحشت او تاوتریخوالي ځواب ورکول کیږي.

دغه سازمان ویلي: "په خپلسر نیول، شکنجه او په څرګنده د هغوی د اساسي حقونو ته نه پاملرنه د ورځې د معمول خبره ده. د طالبانو اقدامات د بشریت پر ضد د جنایت سره اندازه کیدلی شي. اوس د نړیوالې ټولنې د اقدام وخت رارسیدلی دی، چې عدالت او حساب ورکونه باید ددې ځای ونیسي".

دغه سازمان ویلي، چې افغان میرمنې او نجونې د ښه ژوند مستحقې دي هغوی د عدالت د پلي کیدو، برابرۍ مستحقې دي او هغوی د خپل جنسیت پر بنسټ د ځورونې مستحقې نه دي.

د بخښنې نړیوال سازمان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د شنبې په ورځ جولای اول (چنګاښ لسم) د ارغواني شنبې د ورځو د معترضو ښځو د خوځښت یو شمیر غړو د غزني ولایت د جاغوري په ولسوالۍ کې د بندو دروازو شاته په یو غونډه کې یو ځل بیا د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د پالیسو سره مخالفت ښودلی دی.

دغو اعتراض کوونکو د نږدې دوو کلنو راهیسې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کیدو، پر ښځو او نجونو په پرله پسې ډول محدودیتونو لګولو، د پخواني حکومت د کارکوونکو د وژلو او نیولو په دوام باندې انتقادونه وکړل.

ددې دمخه هم د معترضو ښځو دغه خوځښت او د افغان میرمنو نورو خوځښتونو په کابل او یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو د حکومت د ښځو پر وړاندې د پالیسو پر خلاف غونډې او لاریونونه کړي دي.

د جون په ۱۹ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د افغان میرمنو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې نجونې او ښځې د یو پراخه او سیستماتیک تبعیض سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په دغه راپورکې،چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د سیستماتیک تبعیض یوه تر ټولو ښکاره بیلګه په پرله پسې توګه طالبانو د فرمانونو، احکامو، اعلامیو او لارښوونو صادرول دي چې د ښځو او نجونو د تګ راتګ، لباس، چلند د آزادۍ، تعلیم، کار، روغتیا او عدالت ته لاس رسی په ګډون، د هغوی حقونه محدودوي.

دا راپور وايي، د ۲۰۲۱ د سپټمبر او د ۲۰۲۳ د مې میاشتو ترمنځ، له ۵۰ ډیر فرمانونه صادر شوي دي.

طالبانو حکومت لا د بخښنې نړیوال سازمان دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو د حکومت په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ راپور د خپل حکومت په خلاف د پروپاکند یوه برخه ګڼلې وه

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ جون ۲۰ (جوزا ۳۰) د خپل ټویټر په پاڼه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۳ غونډې کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت په اړه بحث د "اسلامي قوانینو" سره په ټکر کې ګڼلی دی.

ښاغلي مجاهد ویلي: "د ملګروملتو اوځینو نورو غربي نهادونو او حکومتونو له آدرسه د اسلامي امارت په ضد پراخ پروپاګند روان دی، د افغانستان د وضعیت په اړه د ریچارډ بنېټ راپور د همداسې پروپاګند برخه ده چې له حقایقو سره سر نه خوري. په افغانستان کې اسلامي قوانین پلي دي، په هغو اعتراض له اسلام سره ستونزه ده".

XS
SM
MD
LG