د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل سقوط؛ د وروستیو پيښو او له افغانستان نه د غني‌ وتلو په اړه د صالح روایت


د افغانستان پخواني‌ ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه مرستیال امرالله صالح له افغانستان څخه د غني د وتلو په اړه دوه بیلابیل روایتونه وړاندې کړي دي.

ښاغلي غني د طالبانو لاس ته د افغانستان له پرزیدو څخه راپدیخوا پخپلې لومړنۍ مصاحبې کې بي بي سي ته ویلي چې له افغانستان څخه یې د وتلو پریکړه په وروستیو دقیقو کې کړې او څو ساعته وړاندې له وتلو څخه یې حتی دا فکر هم نه و کړی چې له غرمې وروسته به افغانستان پریږدي.

محمد اشرف غني په دغې مصاحبې کې ویلي چې د ملي امنیت مشاور، حمدالله محب ورته په وروستیو شیبو کې د افغانستان پریښودو سپارښتنه وکړه. ښاغلی غني وویل: “زما برنامه دا وه چې ځانونه چمتو کړو او د خوست په لورې وخوځیږو. هغه (محب) راته وویل چې خوست سقوط کړی او جلال اباد سقوط کړی دی. زه نه پوهیدم چې چیرته روان یو. یواځې کله چې په هلیکوپتر کې کښیناستم، معلومه شوه چې هیواد پریږدو. په ریښتیا چې یو ناڅاپي کار و.”

د دغې مرکې د خپریدو څخه څو ساعته وروسته د افغانستان د مخکني حکومت مرستیال ولسمشر امرالله صالح په خپل فیسبوک کې د دغې پيښې روایت بل ډول بیان کړ.

امرالله صالح لیکلي چې د اګست د میاشتې په ۱۴مه نیټه د سهار ۱۰ بجې ښاغلی حمدالله محب او د چارو ادارې رئیس فضل محمود فضلي یې خوا ته راغلل او ورته یې وویل چې نور د سولې د پروسې په نوم څه وجود نه لري.

ښاغلي صالح لیکلي چې «د دوي د خبرو څخه داسې راته ښکاره شوه چې ولسمشر غواړي بهر ته لاړ شي. ما ورته وویل چې زه په هیڅ ډول وطن نه پریږدم. تر هرې کچې چې کیږي، مقاومت کوم. که نور چیرته ونشول، په تایمنیو کې د خپل کور له بام څخه سنګر جوړوم. ښاغلي فضلي په تیلفون کې له چا سره اړیکه ونیوله او له دفتر نه مې ووت او وروسته بیرته راغی، راته یې وویل چې سمه ده، بیا به په اړیکه کې یو او سره مشوره به وکړو.»

محمد اشرف غني همداراز بي بي سي ته ویلي چې محب په داسې حال کې چې "ډیر ویریدلی" و او ماته وویل چې امنیتي ځواکونه او د ولسمشر د محافظت قطعه پاشیدلې ده او نور نشي کولی چې د ارګ او کابل ښار امنیت تامین کړي او هماغه وو چې هغه هیلیکوپترې چې ولسمشر او همکاران یې پکې سپاره و، هوا ته اوچتې شولې.

خو د ولسمشر د محافظت د قطعې یو منصبدار امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د یکشبنې په سهار د اګست په ۱۵مه هر څه عادي حالت کې و او د ولسشمر د محافظت په قطعې کې تشتت خبرې هغه مهال رامنځته شوې چې له افغانستان څخه د ولسمشر غني له وتلو خبر شول.

د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت مشاور، حمدالله محب هم امریکاغږ سره په خپلې وروستۍ مرکې کې ویلي و چې له افغانستان څخه د ښاغلي‌ غني ‌د وتلو پریکړه د یکشنبې په ورځ په وروستیو دقیقو کې اخیستل شوې وه.

د افغانستان پخواني ولسمشر هم له متحده عربي اماراتو څخه په خپل لومړي ویډیويي پیغام کې ویلي و چې د افغانستان تاریخي دښمن د یوې سترې توطیې پلان درلود چې د افغانستان پخواني ولسمشر، ډاکټر نجیب الله په څیر یې په دار وځړوي.

ښاغلي غني ویلي و چې “پریکړه په دې شوې وه چې هغه څه چې ۲۵ کاله وړاندې په افغانستان کې شوي و، بیا تکرار نشي. که زه پاتې شوی وم، یو ځل بیا د افغانستان ولسمشر د افغانانو په وړاندې په دار ځړول کیده او یوه لویه شرموونکې فاجعه بیا تکرارېدله. “

دغه روایت امرالله صالح د ملي امنیت د پخواني مشاور له خولې هم نقل کړی او ویلي‌ یې دي: "ښاغلي محب وویل چې پاکستانیانو داسې پریکړه کړې چې څو کسان په ډیرې بدې طریقې ووژني او حتی ځینې یې د مړینې مخکې په نیم ځان ډول لارو کوڅو کې کش کړي چې یو د هغو کسانو څه ته یې. ما وویل چې باور لرم چې همداسې به وي او ښایي حق یې وي. له دښمن نه باید د بل څه توقع ونلرو."

په تیرو دوه لسیزو کې د افغانستان پخوانیو حکومتونو په وار وار پاکستان د طالبانو ډلې په ملاتړ باندې تورن کړی دی او د افغانستان د جګړې او ناخوالو مسولیت یې د دغه هیواد په استخباراتو او نظامیانو اچولی دی، خو پاکستان بیا تل دغه ادعاوې ردې کړي او استدلال یې کړی چې دغه هیواد پخپله د تروریستي ډلو د فعالیت قرباني شوی دی. پاکستاني مقاماتو ویلي چې دغه هیواد په طالبانو هغومره نفوذ نلري څومره چې د افغان حکومت چارواکي‌ یې ادعا کوي.

دغه راز امرالله صالح د حمدالله محب هغه خبره هم رد کړه چې وایي صالح له کابل څخه د اشرف غني تر وتلو یوه ورځ مخکې وتلی و او وایي چې د یکشنبې په ورځ له غرمې مخکې پنجشیر ته ولاړ.

ښاغلي صالح لیکلي: "د شنبې په شپه د یکشنبې تر سهاره (اګست ۱۵) پورې زه ویښ وم چې له وضعیت نه خبر اوسم او د پلچرخي په زندان کې مو د طالب بندیانو د بغاوت د مهارولو د هڅو هماهنګي کوله. په هغه شپه یواځینی کس چې تر آخره یې زما تلفوني اړیکو ته ځواب وویلو، د کابل امنیه قوماندان، جنرال طوطاخیل و. ما د امنیتي او دفاعي برخې بل هیڅ کس پیدا نکړل شو. ښاغلي محب ته مې د شپې دوه بجې خپل وروستی پیغام ولیږلو او هغه ته مې ولیکل چې سروبي د سخت فشار لاندې دی او څومره عاجل چې کیږي باید لاس په کار شو. کوم ځواب مې ترلاسه نکړ. د یکشنبې په ورځ نهه بجې او پنځلسو دقیقو په تایمنیو کې د خپل کور څخه د پنجشیر په لورې روان شوم چې هلته د مقاومت د جوړېدو په برخه کې مرسته وکړم. "

سره له دې چې د افغانستان پخوانی ولسمشر ادعا کوي چې له افغانستان څخه یې وتلو سره د وینې توییدو او د یوې فاجعې د رامنځته کیدو مخنیوی کړی، د ښاغلي غني‌ منتقدین هغه په افغانستان کې د رامنځته شوي وضعیت مسوول ګڼي.

حمدالله محب او محمد اشرف غني د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په ګډون امریکایي چارواکي د اوسني وضعیت رامنځته کیدو اصلي عاملین ګڼي خو امریکایي چارواکي بیا ښاغلی غني ګرم بولي.

ښاغلي بلینکن څو اونۍ وړاندې د سي بي ایس تلویزوني شبکې سره په مرکې وویل چې محمد اشرف غني ورسره وعده کړې وه چې که طالبان ورسره روغه ونکړي، د مرګ تر دمه به له دغې ډلې سره وجنګیږي خو دده په وینا غني له افغانستان څخه وتښتید.

ښاغلي بلینکن ویلي چې "حتی د اګست د ۱۴مې نیټې په ماښام یې هم له ښاغلي غني سره خبرې کړې وې او غني ورته د تېر ځل کړې وعدې پخلی کړی و خو هغه (غني) له افغانستان څخه وتښتید."

XS
SM
MD
LG