د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: غني ډاډ راکړی و چې د طالبانو په مشرۍ حکومت ته واک سپاري


اشرف غني او بلینکن
اشرف غني او بلینکن

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان د حکومت د پاشل کېدو په ځینو اړخونو خبرې کړي دي.

ښاغلي بلینکن د امریکا «سي بي اس» تلویزون ته په خپلې وروستۍ مرکې کې وویل چې د پلان له مخې ټاکل شوې وه ولسمشر غني د طالبانو په مشرۍ حکومت ته واک وسپاري.

هغه وویل چې له افغانستان څه د مخکني ولسمشر اشرف غني تر وتلو یوه ورځ مخکې هم له هغه سره په تیلیفون کې وغږېده او په هغه یې «فشار راوړ چې مطمین شم د طالبانو په مشرۍ نوي حکومت ته د واک د لېږد له هغه پلان سره موافق دی چې موږ یې د عملي کېدو» هڅه کوله.

ښاغلي بلینکن د دغه پلان په اړه په تفصیل سره خبرې ونکړې خو وویل چې دا نوی حکومت به «ټول شمول او ټول اړخونه» په کې وو.

ښاغلي بلینکن زیاته کړه: «هغه ما ته په تیلیفون کې وویل چې چمتو دی، مګرکه طالبان دا کار ونکړي، تر وروستۍ سلګۍ به ورسره جنګېږي، خو په سباهغه له افغانستان څخه ووت.»

نوموړي زیاته کړه چې له ښاغلي غني سره څو اونۍ او میاشتې په خبرو بوخت و.

دا لومړی ځل دی چې امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو په مشرۍ نوي حکومت ته د ښاغلي غني له لوري د واک د انتقال په اړه خبرې کوي.

ښاغلي غني هغه مهال په وار وار ټېنګار کاوه چې واک به د دموکراتیک بهیر له لارې خپل ځای ناستي ته انتقالوي.

ولسمشر غني د اګست په ۱۵ نېټه له کابل څخه ووت او بیا یې په خپل فیسبوک کې له دوبۍ څخه په یو ویدويي پیغام کې وویل چې د وینې تویدو او کابل ښار د ویجاړۍ د مخنیوي لپاره له افغانستان څخه وتلی دی. هغه دا خبره هم وکړه چې د وژلو پلان یې نیول شوی و.

طالبان په همدې ورځ اعلان وکړ چې کابل ته به په زوره نه داخلیږي، خو د ولسمشر غني له وتلو وروسته هغوی ارک ته ننوتل او «خپل بری» یې اعلان کړ.

طالبان له څه باندې دوې میاشتې راهېسې په افغانستان کې واکمن دي خو کوم هېواد د هغوی حکومت په رسمیت پېژندلي نه دي.

XS
SM
MD
LG