د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل امنیتي چارې امرالله صالح ته سپارل شوي


صالح: په جنایت کارانو باندې رحم کول زما په قانون کې نشته
صالح: په جنایت کارانو باندې رحم کول زما په قانون کې نشته

وروسته تر هغه چې په کابل ښار کې د جنايي پېښو زیاتېدو په اړه شکایتونه زیات شول د کابل ښار امنیتي چارې د لنډ مهال لپاره د ولسمشر غني لومړي مرستیال مرالله صالح ته سپارل شوي دي.

ښاغلي صالح تېره شپه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې د ولسمشر د لارښوونې سره سم سر له شنبې وروسته د کابل امنیتي موضوعاتو مسوولیت د څو اوونیو لپاره پخپله اخلي.

نوموړي زیاته کړې: "زه د امنیت د تامین په خاطر د قانون تطبیق کې د مصلحت په نوم څه نه پیژنم، په جنایت کارانو باندې رحم کول زما په قانون کې نشته او لکه د پخوا په څېر به امنیت ته رسیده ګي وکړم."

نوموړي زیاته کړې چې د کابل په وضعیت بلد دی او زیاته کړې ده چې ټولو مسوولیتونه به لکه د پخوا په څېر سم سر ته ورسوي.

هغه وايي: "تاسو ډاډه اوسئ چې د غلو، اوباشانو، مردم ازار، باج ګیرو، قانون سرغړوونکو، غاصبینو، مکررو مجرمینو او زورواکانو لیست ترتیب شوی.تاسو یواځې له امنیتي ځواکونو سره لازمه همکاري وکړئ او د مجرمینو په سرکوب کولو او پر وخت مالوماتو ورکولو کې همکاري وکړئ."

د ولسمشر لومړي مرستیال ته پر داسې مهال د لنډ مهال لپاره د کابل امنیتي چارې سپارل کیږي چې په دې وروستیو کې په دغه ښار کې د شپې او ورځې لخوا د وسله والو غلاو او جنايي پېښېو زیاتېدو په اړه شکایتونه زیات شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت هم په تېرو څو ورځو کې د غلاو او جنايي پېښو په تور د لسګونو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

امرالله صالح د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د ډير وخت لپاره د ملي امنیت رئیس او د ولسمشر غني په لومړۍ دوره کې د څو میاشتو لپاره د کورنیو چارو وزارت سرپرست و.

د کابل ښار امنیتي چارې پر داسې مهال امرالله صالح ته سپارل کیږي چې نن شنبه د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند منډوي سیمه کې یوه تن په ډزو درې تنه ټپیان کړي دي.

پولیس وایي د پېښې اصلي عامل یې له یو میل تومانچې سره نیولی دی.

XS
SM
MD
LG