د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت وايي پر امرالله صالح یې د برید عاملین نیولي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي د ولسمشر غني پر لومړي مرستیال امرالله صالح د وروستۍ چاودنې عاملین یې نیولي دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست نن شنبه اکتوبر۱۰ (تل۱۹) پر خپل ټویټر لیکلي چې په نیول شوې لس کسیزه ډله کې د داعش او حقاني شبکې غړي شامل دي.

د ملي امنیت ریاست په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي چې دا کسان یې کله او څنګه نیولي‌ دي.

د تیرې وږې میاشتې پر ۱۹مه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند «چهار راهی تایمني سابقه» سیمه کې د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح د موټرو په کاروان زوروره چاودنه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت په وینا په دغه چاودنه کې د ملکي وګړو په ګډون ۱۰ تنه ووژل شول او ۱۵ تنه نور ټپیان شول.

خپله د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ته په ده چاودنه کې زیان نه و رسېدلی.

دغه چاودنه چې مسؤلیت یې کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی په پراخه کچه وغندل شول.

XS
SM
MD
LG