د لاس رسي وړ اتصالات

پر امرالله صالح برید؛ ملي او نړیوال غبرګونونه


د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان باندې برید په ملي او نړیواله کچه غبرګونونه زیږولي دي.

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني په یوه اعلامیه کې پر خپل مرستیال باندې نننی برید غندلی او ویلي یې دي چې ترهګر او د هغوی بهرني ملاتړي د داسې "جنایت‌ونو" په کولو سره سوله، جمهوریت او د افغانستان راتلونکې نشي کمزوري کولی.

ښاغلي غني ټینګار کړی چې د ترهګرو پر وړاندې به د افغان پوځیانو جدي او پریکنده مبارزه دوام ولري.

د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش ویلي دي: "پداسې حال کې چې ټول د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیل ته انتظار یو، د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال باندې برید د سولې د پروګرام څرګنده نقض کول دي."

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله بیا وایي چې د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال چاودنه ښيي چې پټ او ښکاره دښمنان نه غواړي افغانستان سولې ته ورسیږي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړې: "د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال برید په داسې حال کې چې موږ سولې ته نژدې شوي یو او د افغانستان دخلکو روښانه پیغام سوله، د جګړې او وینې بهېدلو ختمول دي، دا ښيي چې د سولې پټ او ښکاره دښمنان نه غواړي چې د جنایتونو کړۍ وشکیږي او افغانستان سولې او ثبات ته ورسیږي."

نن چهارشنبه په کابل ښار کې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان چاودنه کې د کورنیو چارو وزارت په وینا ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او د ښاغلي صالح د امنیتي ساتونکو په ګډون ۱۵تنه ټپیان شوي دي.

د افغانمستان د مذاکره کوونکي پلاوي رئیس معصوم ستانکزي هم دغه برید سخت غندلی او ویلي یې دي چې د سولې بهیر "د تاوتریخوالیو ژر تر ژره ختمیدو ته اړتیا لري".

نړیوال غبرګونونه

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن ویلي چې پر امرالله صالح باندې ننني برید اندیښمن کړی دی. هغه ټینګار کړی چې: "د امریکا متحده ایالات د افغانستان د بنسټونو او دموکراتیکو مشرانو او ددې جملې څخه د جمهور رئیس له مرستیال صالح څخه جدي ملاتړ کوي او مونږ په جدي توګه د هغو هڅو ملاتړ کوو چې هیله من یو ژر په دوحه کې د دوامداره سولې او دا ډول تاوتریخوالیو د پای ته رسیدو لپاره پیل شي".

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې، ناټو او ګڼو نورو چارواکو هم د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال امرالله صالح چاودنه غندلې ده.

په افغانستان کې اروپايي ټولنې یاده چاودنه پر جمهوریت برید بللی او د هغو کسانو وېرونکی عمل یې بللی چې غواړي د سولې هڅې زیانمنې کړي.

په افغانستان کې د ناټو ماموریت هم پر ښاغلي امرالله صالح برید غندلی او هغه یې د سولې د دښمنانو کار بللی دی.

ناټو ویلي چې د افغانستان دښمانان د تاوتریخوالي کمېدو او سولې خبرو پیلېدو په اړه چې د افغانانو غوښتنه ده سترګې پټوي.

پاکستان هم دغه برید غندلی دی.

طالبانو ویلي دغه برید دوی نه دی کړی او بلې کومې ډلې هم تر اوسه ددې برید مسؤلیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG